شاته

د پوځ او د سوېلین حکومت د اختلافاتو وروسته د ايي اېس ايي نوی مشر وګمارل شو

د پوځ او د وزیراعظم عمران خان د حکومت ترمنځ د اختلافاتو وروسته لېفټېننټ جنرل ندیم انجم د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي نوی مشر وټاکل شو.

د جنرل ندیم د تقررۍ اعلان د وزیراعظم عمران خان دفتر او پوځ د نهې سه شنبې، په ورځ په جدا جدا بیانونو کې وکړو.

د ايي اېس ايي د مشر تقرري "لانجمنه" معامله

د جنرل ندیم انجم د ګمارل کېدو نه وړاندې د پوځ پخواني جرنيل او د دفاعي چارو څيړونکي طلعت مسعود ویلي وو په دې کې شک نه دى پاتې چې د ايي اېس ايي د مشر د تقررۍ معامله لانجمنه شوي ده.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې طلعت مسعود وویل داسې ښکاري وزير اعظم عمران خان ايي اېس ايي دپاره د خپلى خوښې مشر ګمارل غواړي.

د بل څيړونکي امتيار عالم نظر و چې د ايي ايس مشر د ټاکنى په معـامله وزير اعظم او د ېوځ سرلښکر ترمنځ په اختیاراتو جګړه ده.

وي او اى ډيوه سره خبرو کى هغه وويل عمران خان په دې معامله خپل مخالفين ميډيا او اولس په حيرانتيا کې اچولى شي.

د دې نه وړاندې د پوځ مشر جنرل قمرجاوېد باجوه جنرل ندیم د ايي اېس ايي د مشرۍ دپاره نامزد کړی و او د ادارې موجوده مشر جنرل فېص حمید یې د پېښور کور کمانډر ګمارلی و خو وزیراعظم عمران خان د جنرل ندیم د تقررۍ منظوري نه وه ورکړې او د سیاسي څېړونکو په نظر د سوېلین حکومت او د پوځ ترمنځ د ايي اېس ايي د مشر ګمارلو په سر تاوتریخوالی پېدا شوی و.

د اطلاعات وزير فواد چودهري ویلي وو د تېرې هفتې تر اخېره پورې به د ايي اېس ايي د نوي مشر اعلان وشي خو دغه نېټه بغېر د څه اعلان نه تېره شوه.

جنرل فېض حمید
جنرل فېض حمید

د عمران خان دفتر او د پوځ د مطبوعاتو څانګې د نهې، سه شنبې، په ورځ د جنرل ندیم د تقررۍ اعلان وکړو.

ايي اېس پي ار په خپل بیان کې وویل د جنرل ندیم د ګمارل کېدو نه وړاندې جنرل باجوه د ايي اېس ايي د نوي مشر د تقررۍ په لړ کې د صلاح مشورې دپاره عمران خان سره ولیدل او د ايي اېس ايي د مشر د بدلېدو د وخت په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

ايي اېس پي ار وویل د دفاع وزارت عمران خان ته د ايي اېس ايي د مشرۍ دپاره د یو شمېر افسرانو نومونه ورکړي وو، وزیراعظم د ټولو افسرانو سره مرکې وکړې او د جنرل باوجوه سره د حتمي صلاح مشورې نه پس یې د جنرل ندیم انجم نوم منظور کړو.

د وزیراعظم دفتر په خپل بیان کې وویل عمران خان د جنرل ندیم تقرري "لیدلي او منظوري" یې ورکړه.

د اعلان ترمخه، جنرل ندیم به د نومبر د شلمې نېټې نه د ايي اېس ايي د مشرۍ چوکۍ سمبالوي.

د ايي اېس ايي د مشر د ګمارلو طریقه کار څه دی؟

د اطلاعاتو وزیر فواد چودهري ویلي وو وزیراعظم د ايي اېس ايي مشر د ګمارلو قانوني اخیتار لري خو په دې اړه د پاکستان ډان ورځپاڼه په یوه څېړنه کې لیکي د ايي اېس ايي د مشر ګمارلو دپاره څه واضحه طریقه کار نشته.

د ډان ورځپاڼې په دغه مضمون کې سیاسي چارو څېړونکي زاهدحسین ویلي چې د ايي اېس ايي دننه د افسرانو د تقررۍ او تبادلو اختیار د پوځ د مشر په لاس کې وي خو عامه طریقه دا ده چې وزیراعظم د ايي اېس ايي د مشر ګمارنه کوي ځکه چې دغه اداره د هغه ماتحت ده او هغه ته رپورټ ورکوي.

څېړونکي وايي د که وزیراعظم د ايي اېس ایي د مشر د ګمارلو اختیار لري هم خو دا فېصله د پوځ د مشر سره په صلاح کوي او دا چې سوېلین هم د ايي اېس ايي مشر ګمارل کېدی شي. څېړونکي زاهد حسین ډان ورځپاڼې ته وویل د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بهټو په حکومت کې د پوځ نه ریټایر شوی جرنېل شمس الرحمان کلو د ايي اېس ايي مشر ګمارل شوی و.

د ايي اېس ايي مشري سوېلین (غېرپوځي) تن هم کولی شي؟

عمران خان په سعودي عرب کې د پاکستان سفير او د پوځ پخوانى جرنيل بلال اکبر په ناڅاپي ډول بيرته رابللی و او د امتياز عالم په نظر عمران خان بلال اکبر د ایي اېس ايي مشر جوړول غوښتل.

امتیاز عالم دا هم وویل داسې اطلاعات هم دي چې د تحريک انصاف حکومت د حکومت رولز اف برنس یا د حکومت په طریقه کې بدلون د لارى په پوځ کې د بريګيډٸير نه د بره عهدې د افسرانو د ترقۍ اختیار وزیراعظم ته د سپارلو منظوري ورکړې ده.

امنتياز عالم زياته کړه که چېرې وزیراعظم دغه اختیار ترلاسه کوي وي نو د پوځ سر لښکر او دوزير اعظم ترمنځ د وداندى نه د تناو ښکار اړيکي له نور هم ترينګلي کيدې شي.

جنرل باجوه د اکتوبر په شپږم نېټه د يو شمير پوځي جرنيلانو د تبادلو اعلان کړی و چى پکې د ايی اېس ايي ناست مشر جرنل فېض حميد په ځاى د جرنل نويد انجم د لګولو پريکړه هم شاملوه.