شاته

پاکستان او چین په نړ‎ۍ غږ‎ کړ‎ی د افغانستان مرستې دې وکړ‎ي

پاکستان او چين نړیوالې ټولنې ته د افغان ولس سره په سملاسي ډول د بشري او اقتصادي امداد ورکولو اپيل کړی. څيړ‎ونکي وایي پاکستان د طالبانو د واکمنۍ وکالت کوي او ھلته خپل اھداف لري.

اخوا د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه هم د پاکستان لپاره د کېنېډا هايي کمشنر سره ليدنه کې د افغانستان په تازه وضعیت خبرې کړي.

د پاکستان د وزير اعظم دفتر ویلي چې وزیراعظم عمران خان او د چین د صدر ترمنځ خبرو کې د افغانستان په وضعیت هم غور شوی دی.

دواړو مشرانو نړۍ ته د افغان اولس سره د مرستو اپيل کړی چې داسې د افغان ولس په مشکلاتو کې کمی راشي او دغلته د بې ثباتۍپرته د خپل مينځي جګړې مخنيوی هم وشي. او ورسره د هېواد په بيا جوړښت کې همکاري هم وکړی شي.

وزیر اعظم عمران خان ویلي چې د افغانستان د بشري بحران څخه د ژغورولو لپاره د امداد ضرورت دی او باید چې نړۍ د افغان ولس داقتصادي کشالو نه د راايستلو دپاره کردار ولوبوي.

د تېر اګست په میاشت کې په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ وروسته د پاکستان جګپوړي پوځي او حکومتي مشران پرله پسې د نړۍ پامپه افغانستان کې بشري ناورین ته راړوي او وايي باید چې نړیوال ټولنه د دغه جنګ ځپلي هېواد د نوو واکدارانو طالبانو سره اړیکې ولري.

هم دا راز تيره ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د پاکستان لپاره د کنېډا هايي کمشنر سره ليدل کتل کړي چې دپوځ د عامه اړیکو د څانگې د بيان ترمخه پکې د افغانستان په تازه وضعیت خبرې شوي دي.

د پوځ په بيان کې ويل شوي چې دواړو د دوه اړخیزه همکارۍ ترڅنګ افغانستان کې د امن او ثبات په چارو هم خبرې کړي دي

د پاکستان د پوځ مشر ويلي چې په افغانستان کې د بشري بحران څخه د بچ کيدو دپاره د نړیوالې ټولنې د پام راګرځولو او د افغان ولسد اقتصادي پرمختګ دپاره په شريکه د کوټلو هڅو ضرورت دی

پاکستان که يو خوا په افغانستان د طالبانو د قبضې وروسته په کور دننه د پاکستاني طالبانو مخ په زیاتیدو بريدونو فکر مند کړی نو ويرههم لري چې د افغانستان خراب اقتصادي او بشري صورتحال افغانان پاکستان ته په کډو کولو مجبورل شي خو څېړونکي د پاکستانددې فکر مندۍ بل مخ ته ګوري.

څېړونکي وايي پاکستان په افغانستان کې د تيرو شلو کلونو دروان د افغانستان داسې وکالت نه دې کړی‎ ګنې دغه حکومتونه په هر معيارټول شموله او جمهوري وو.

د پېښور پوهنتون د نړیوال اړيکو د څانگې استاد ډاکټر خورشید ډيوه ته وايي پاکستان په افغانستان د طالبانو واکمنۍ د دغه جنګ ځپلي هېواد د همه کشالو اخري او يواځنى حل ګڼي.

هغه وايي زما په اند د پاکستان دا چټکتیا دوه اړخونه لري.

يو دا چې پاکستان د طالبانو خپله دغه سياسي پروژہ حفاظت او بچ کول غواړي او بله دا که چري د افغان لپاره د نړۍ امداد راځي نوغواړي چې په هغه عمل کې هم د فرنټ لاېن کردار ولري.

اخوا د ملګرو ملتونو د خوراک سازمان ډبليو اېچ او چارواکو هم خبردارې ورکړې چې که سملاسي اقدامات ونشي، نو سږني ژمي کې بهميليونونو افغانان د لوږې سره مخامخ شي.

د اګسټ په میاشت کې د طالبانو لاسونو ته د تلو وروسته د افغانستان کمزوری اقتصاد لا نور خراب شوی چې مخکې څخه په بهرنيومرستو تکيه وو.

امريکا او غربي هېوادونو هم د افغانستان مرستې بندې کړي او ورسره نړیوال بېنک او ايي اېم اېف د دې هېواد ساتلې پېسې تړ‎لي چېپاکستان او افغان طالبان یې وار په وار د نړۍ څخه د ايله کولو غوښتنې کوي.