شاته

چين کې د کرونا د نوي ډول راتلو ويل شوي

د چين د صحت چارواکو ويلي، په راتلونکو ورځو کې په ملک کې کرونا وبا نوره خورېدی شي او کومې سيمې چې يې اغېزمنې کړي هلته دا وبا نوره په دوامداره توګه غځېدی شي.

د چين د صحت کمېشن ویلي، دا نوی ډول د کرونا د ډېلټا ډول څخه جوړ شوی او د بهر څخه راغلی دی.

د بلومبرګ خبري ادارې ترمخه د کمېشن وياند مي فينګ د اتوار/ يکشنبې په ورځ (24اکتوبر) ويلي، د کرونا نوی ډول د 17 اکتوبر نه په 11 صوبو کې خور شوی دی.

هغه ويلي د کرونا د نوي ډول څخه زيات هغه خلک اغېزمن شوي چې د بهر هېوادونو سفر يې کړی دی.

په چين کې د کرونا نوې پېښې په منګوليه، ګېنسو، ننژیا، بيجنګ، نيبي، حونېن او شانژیا کې مخې ته راغلي دي.

کرونا وايرس په لومړي ځل په کال 2019 کې د کرونا وايرس ښکاره شوي او بيا د کوېډ-19 وبا تر ټولې نړۍ خوره شوې خو چين بيا سخت لاک ډاون په ځای کړی وو.

د روان کال 2021 د مې په مياشت کې د امريکې صدر جوبايډن استخباراتي ادارو ته لارښوونه کړې وه چې د کرونا وايرس د خورېدو په اړه مالومات دې ګړندي کړی شي او په دغه لړ کې دې په 90 ورځو کې پلټنيز رپورټ وړاندې کړي.

بايډن ويلي وو چې د کرونا وایرس د پېل کېدو اصل حقيقت مالومول اړين دي او په دې اړه ختمي رايې پکار ده چې ايا دا وايرس هم د چين د ليبارټرۍ څخه خواره شوي دي که نه دي؟.

په دسمبر 2019 کې د کرونا وايرس مخې ته راتلو وروسته داسې ويل کېده چې د کرونا وايرس د چين د وهان ښار نه خواره شوي او دا تورونه لګېده چې دا وايرس د وهان د يوې ليبارټرۍ نه خواره شوي يا دا د وهان د څارو د يو مارکيټ نه خواره شوی چرته چې ښاپېرک او نور ځناور خرڅيږي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د کرونا وبا څخه تراوسه پورې په ګرده نړۍ کې نزدې 50 لکه کسان مړه شوي دي، چې پکې يواځې په امریکا کې د اووه لکه 35زرو نه زيات کسان مړه شوي دي.