شاته

د خېبرپښتونخوا په 13 ضلعو کې د پولیو ضد خصوصي کېمپېن شروع شو

د خېبرپښتونخوا د دریو ي ډويژنو پېښور، مردان او ډیره اسماعیل خان په 13 ضلعو کې د زیارت، پنجشنبې، د ورځ نن نه خصوصي پوليو کېمپېن پيل شو چې تر پنځو ورځو پورې به دوام لري.

د دې خصوصي پوليو کمپېن په مهال چې یوازې په خېبر ضلع کې به تر اووه ورځې پورې دوام لري پکې به قریباً 31 لکه پنځن کلن ماشومان پوليو واېرس په ضد وېکسين کيږي.

د کېمپېن دپاره خواۇ شا 15000 پوليو ټيمانو تربيت شوي دي.

د پوليو کمپېن په مهال د امنيت ساتلو لپاره پوليس چارواکي هم د ټيمانو سره کور په کور ګرځي.

د پوليو د مخنيوي دپاره د صوبايي حکومت ادارې د وېنا ترمخه د ماشومانو مدافعتي قوت برقرار ساتلو او پوليو واېرس مخنيوي لپاره د صوبې په 13 مخصوص ضلعو کې د پوليو کمپېن چلولو پريکړه فېصله شوي ده.

د خېبر پښتونخوا په دغه 13 ضلعو کې دا کمپېن ځکه مهم دی چې دلته دوه میاشتې وړاندي د پولیو واېرس ماحولیاتي نمونې مثبت رپورټ شوې وې او د صحت چارواکي وايي نورو سېمو ته د پولیو د خورېدو مخنیوي لپاره ضروري ده چې دغو سېمو ماشومان لومړی وېکسین کړي شي.

د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي ادارې د وينا ترمخه دغه خصوصي پوليو کېمپېن کې د عامو خلکو سره سره د ټولنې بااثره خلکو مرسته هم پکار ده چې نه يواځي هر ماشومان ته پوليو ضد قطري ورسيږې بلکې په صوبه کې د پوليو وایرس مخنيوې هم دغه شان برقرار پاتې شي۔

هم په دې لړ کې د خېبرپښتونخوا د قانون وزير فضل شکور خان ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکړې او د اولس نه یې غوښتنه وکړه چې د پوليو ټيمانو سره دې مرسته وکړي او د وایرس په اړه د دروغو په پروپګېنډو دې عمل نه کوي.

د وي او ای ډيوه ته د وېنا په وخت فضل شکور خان ووېل حکومت د ملک روښانه صباؤن لپاره خپل ماشومان د دغه واېرس نه خوندي ساتلو لپاره په هره مياشت پوليو کمپاېنونه چلوي کوم واېرس چې د نړۍ نه پخوا ختم شوی دی۔

فضل شکور خان وايي '' دا ماشومان زمونږ د قام مستقبل دي. خداي دي نه کړي چې دا ماشومان د پولیو یا بلې ناروغۍ په شکل کې ناجوړه شي نو زمونږ قام ته نقصان دی. حکومت نه غواړي او نه زه غواړم چې زما یا د قام بچو ته نقصان ورسیږي. زه هغه ټولو خلکو ته درخواست کوم څوک چې ماشومان لري، مهرباني وکړئ چې خپل بچي خامخه د پولیو واېرس په ضد واکسین کړئ''.

په 2021 م کې پاکستان کې يواځنی د پوليو کېس د بلوجستان قلعه عبدالله سېمې نه رپورټ شوی دی۔

چارواکي وايي په خېبرپښتونخوا کې د پوليو مهمونو چلولو له وجې د پوليو واېرس زور کم شوی دی او تېرو 16 مياشتو راهسې د پوليو مثبت پېښه نه ده رپورټ شوي۔ د صحت پوهان وايي په هر وار پوليو قطرو سره نه يواځي ماشومان د دغه خطرناک واېرس څخه بچ پاتې کيږي بلکې د ټول عمر لپاره دغه واېرس خاتمه هم کيدی شي.