شاته

د ايي اېس ايي د مشر په ټاکنه عمران خان او باجوه سلا شوي خو اعلامیه تراوسه نه ده جاري شوې

د پاکستان د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مشر د ټاکنې په سر د اختلافاتو د ګنګوسو وروسته پرون د اطلاعاتو وزير ویلي وو، وزیراعظم او د پوځ مشر په دغه معامله سلا شوي خو بیا هم تراوسه په دغه اړوند اعلاميه نه ده جاري شوې.

د پاکستان پوځ په شپږم اکتوبر ويلي وو، د ايي اېس ايي مشر لفټننټ جنرل فېض حمید د پېښور کور کمانډر ټاکل شوی او د هغه په ځای لفټننټ جنرل نديم احمد انجم د ايي اېس ايي نوی مشر ټاکل شوی دی.

خو د جنرل نديم احمد انجم د ټاکنې په اعلاميه تراوسه وزيراعظم عمران خان لاسليک نه دی کړی.

د ايي اېس ايي د مشر د ټاکنې د اعلاميې په وروسته کېدو پوښتنې راولاړې شوې وې چې د دغه څوکۍ په ټاکنه د حکومت او پوځ ترمنځ اختلافات موجود دي.

خو پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (14 اکتوبر) د اطلاعاتو وزیر فواد چودري په ټویټر ويلي وو،

"د وزیراعظم او د پوځ د مشر ترمنځ د ايي اېس ايي د نوي مشر په ټاکنه د سلا عمل سرته رسېدلی دی او په نوې ټاکنه عمل پېل شوی دی، يو ځل بيا حکومت او پوځي مشرتابه ثابته کړه چې د ملک د ثبات، سالميت او پرمختګ دپاره ټولې ادارې متحداو يو شان دي".

خو تراوسه پورې د ايي اېس ايي د نوي مشر د ټاکنې اعلاميه نه ده خپره شوې.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې (دې نيوز) په خپل يو خبر کې د سرچينو له قوله ویلي، هيله ده چې په ورځ دوه کې وزيراعظم د ايي اېس ايي د نوي جوړېدونکي مشر دپاره د ورکړی شوو کسانو نه انټرویانې وکړي او نوی مشر وټاکي.

خو د نهې/ سه شنبې په ورځ (12 اکتوبر) د پاکستان د وزیراعظم عمران خان د سیاسي چارو يو سلاکار عامر ډوګر ويلي وو، د کابينې په غونډه کې وزیراعظم ويلي چې د افغانستان مسله روانه ده د هغه (وزيراعظم) خواهش وو، په پاکستان د افغانستان د حالاتو نېغې اغېزې دي او د پاکستان په دغه ټول عمل کې غټ کردار دی، جنرل فېض به څو نورې مياشتې په دغه څوکۍ پاتې شوی وی.

عامر ډوګر د سما ټي وي په پروګرام کې د کابينې په غونډه کې د شوو خبرو په اړه ويلي وو، اوس به د دفاع د وزارت لخوا درې يا پينځه نور نومونه راځي او وزيراعظم به په هغو کې د يو نوم د ايي اېس ايي د مشر په حېث ټاکي.

خو تيره شپه وتلي خبريال سليم ساپي د جيو ټي وي په يو پروګرام کې ويلي ښکاري چې د دغه معاملې په هواري کې درې، څلور ورځې وخت لګېدی شي او زياته کړې يې ده کيږي به هم هغه چې پوځ د وړاندې نه کومه اعلاميه خپره کړې ده.

هغه د خپلو سرچينو له قوله دعوه کړې چې تراوسه پورې د وزيراعظم دفتر ته د درېو کسانو د نومونو سمري نه ده ورکړی شوې چې څوک به د ايي اېس ايي مشر جوړولی شي.