شاته

دپاکستان پارلیماني کمیټۍ په جبري توګه دمذهب دبدلون مسوده خارج کړه

پاکستان کې د مذهبي لږکیو د حقونو د تحفظ لپاره جوړې کړی شوې پارلیماني کمېټۍ په خپله يوه غېر معمولي فېصله کې په جبري توګه د مذهب بدلولو د مخنیوي په اړه قانوني مسوده خارج کړې ده.

دا پرېکړه پرون د شورو په ورځ د پارليماني کمېټې په غونډه کې ددغه کمېټۍ مشر لياقت ترکئ کړې ده او ویلي یې دي دا پرېکړه یې د عوامو په ستر مفاد کې کړې ده.

دا مجوزه قانوني مسوده په پاکستان او په ځانګړي ډول سندهـ صوبه کې د هندو لږکيو د جينکو په زور د مذهب بدلولو د پېښو د مخنيوي په رڼا کې جوړه کړې شوې وه.

په دغه پارلیماني کمېټۍ کې شامل اقليتى غړو دا ګام غندلی او وایي په هر دستوري فورم به ددې ګام پرضد غږ پورته کوي.

د مذهبي چارو وزارت دا قانوني مسوده د شریعت او دستوري حقونو پرضد ګرځولې او ویلي یې دي چې په موجوده شکل کې ددې قانون جوړولو لپاره وخت او ماحول سازګار نه دي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي په جبر د مذهب بدلولو لپاره د پارليماني چارو کمېټۍ مشر لياقت ترکئ دا پرېکړه د مذهبي چارو د وفاقي وزير نورالحق قادري او د پارليماني چارو د مرستيال وزير علي محمد خان لخوا ددې قانون د غېر ضروري ګرځولو وروسته کړې ده.

مطبوعاتي رپورټونه په دې قانوني مسوده د شورو په ورځ شوې د پارليماني کمېټۍ په غونډه کې د غېر مسلم او حکومتي مذهبي ډلو سره دتړاو لرونکو غړو ترمنځ اوږد بحث شوی دی.

که څه هم د کمېټې لږکيو غړو په دغه قانوني مسوده د ووټنګ یار رايو اخستو غوښتنه کوله خو ددې باوجود د کمېټې مشر لياقت ترکئ دا مسوده خارج کړې ده.

د کمېټې مشر له مخکې څخه ليکلی بېان ولوستو او وئ ویل چې کمېټي دا قانوني مسوده د اولس په ستر مفاد کې خارجوي.

په دغه ليکلي شوي بېان کې ویل شوي چې حکومت دې په جبر د مذهب بدلولو دپېښو مخنيوي لپاره د وړاندې څخه رایج قوانینو کې د بدلون راوستلو سره په انتظامي کچه ګامونه پورته کړي.

په دغه پارليماني کمېټۍ کې شاملو غړو د چېرمېن رولنګ غېر منصفانه ګرځولی او وايي دا د هېواد د لږکیو پرضد يو سازش دی.

دا مجوزه قانوني مسوده پاکستان او په ځانګړي ډول سندهـ صوبه کې د لږکيو په جبري توګه د مذهب د بدلولو د پېښو د مخنيوي په رڼا کې جوړه کړې شوې وه او ددې لپاره د وزير اعظم عمران خان په امر دا پارليماني کمېټي جوړه کړی شوې وه.

پارلیماني کمېټۍ کې د سنېټ او قومي اسمبلۍ ټول 21 غړي شامل دي.

ویل کېږي دا قانوني مسوده په دغه کمېټۍ کې شامل د جماعت اسلامي سنېټر مشتاق احمد رد کړي ده او وايي په پاکستان کې په جبر د مذهب د بدلون رجحان نشته او دا قانون د اسلام پر ضد دی.

د ملسم لېګ ن او پيپلز ګوند غړي پرون په مرموز ډول د کمېټې غونډې ته نه وؤ ورغلي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي د کمېټې غونډې ته د ورغلې د بشري حقونو وزیرې شيرين مزاري ویلي دا مسوده د کمېټې پخواني مشر سنېټر انورالحق ليکلې وه او د بشري حقونو وزارت دې ته يوازې قانوني بڼه ورکړې وه او بېرته یې کمېټۍ ته استولې وه.

شرين مزاري وويل اسلامي نظریاتي کونسل ددې مسودې سره مناسب چلند نه دی کړی او په دې یې سندهـ صوبه کې د لږکيو په زور د مذهب بدلولو په پېښو کې د ککړ تن ميا مهټو څخه سلا مشوره کړې وه.

د مذهبي چارو وزیر نورالحق قادري وايي چې د مذهب سره تړلې چارې د مذهبي امورو د وزارت لاندې راځي او هغه دا مسوده ردوي ځکه چې اسلامي نظریاتي کونسل هم دا رد کړې ده.

د مذهبي چارو وزارت لخوا جارى شوي بیان کې ویل شوي چې ددې قانون لپاره وخت او ماحول سازګار نه دی.

وزارت دا هم ویلي چې دا مجوزه قانون په خپل اوسني شکل کې غېر شرعي، غېر انساني او د دستوري حقونو سره په ټکر کې دی.

د واکمن تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړي لال چند ملهي ډان ټى وي چېنل سره خبرو کې ویلي د حکومتي وزيرانو د خبرو نه دا تاثر ترلاسه شوی چې ګواکي په پاکستان کې د لږکيو په جبر مذهب بدلول د سره څه مسله نه ده.

هغه وايي ددې فېصلې له کبله به په پاکستان کې د لږکيو ژوند کول نور مشکل شي.

دنوموړي په وینا دا مسوده په غېرقانوني توګه اسلامي نظریاتي کونسل ته لېږل شوې وه.

هغه وايي يوه قانوني مسوده یا خو اسمبلۍ ته لېږل کیږي او یا د هېواد صدر ته.

دی وايي د حېرانتيا خبره دا ده چې چې کونسل ددې مسودې په اړه د ميا مهټو پشان تن څخه مشوره اخستې وه چې په جبري توګه د لږکيو په ځورولو او د مذهب بدلولو په پېښو کې په خپله ککړ دی.

د مذهبي ازادۍ په اړه امرېکې د تېر کال په خپل راپور کې پاکستان په هغه نهو هېوادونو کې شامل کړی چرته چې د مذهبي ازادۍ په هکله اندېښنې ښودل کیږي.

اسلامي نظریاتي کونسل کې ددې مسودې په شرعي اړخونو کار کوونکي او د کونسل د تحقيقي څانګې مشر ډاکټر انعام الله ډيوه ته وايي په مذهب کې جبر نشته.

هغه وايي اصل اعتراض د 18 کلونو د عمر په شرط او هغه څوک چې مذهب بدلوي د هغه لپاره د 90 ورځو وخت ورکولو باندې دی.

نوموړی وایي اسلامي شريعت وايي چې کله يو ماشوم د 7 کاله عمر ته ورسي او په ښو او بدو پوهه شي نو هغه مذهب بدلولی شي.

د بشري حقونو دخپلواک تنظیم ایچ ار سي پي غړی نديم انتوني ډيوه ته وايي په پاکستان کې د هندو او نورو لږکيو جینکو د مذهب بدلولو بې شماره پېښې کېږي.

دی وايي په دې اړه کله کله په مطبوعاتو کې خبر راشي خو په زياتره داسې پېښو کې د اغېزمن تن کورنۍ په زور غلی ساتل کېږي.