شاته

د قطر خارجه وزیر: افغانستان یوازې کول به "لویه غلطي" وي

د قطر خارجه وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ویلي افغانستان یوازې کول به "لویه غلطی" وي خو د طالبانو تسلېول د موجوده وخت ترجیح نه ده بلکې نړیواله ټولنه د اقصادي او بشري ستونزو په مهال افغانستان مرستې دپاره یوځای شوي ده.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په دوحه کې د امنیت په موضوع یوې غونډې ته شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني وویل طالبان اوس په افغانستان کې یو حقیقت دی او د افغانستان یوازې کول به "لویه غلطي" وي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د قطر خارجه وزیر وویل د افغانستان د تنها کولو مطلب به افغانانو ته د ناکرده جرم سزا ورکول وي.

الثاني وویل "مونږ نشو کولی انتظار وکړوو چې طالبان په څه ګامونه اخلي او بیا دې ګامونو ته ردعمل وښایوو."

هغه زیاته کړه چې د نړیوالې ټولنې دا ذمه واري ده د دغو ګامونو رهنمايي وکړي چې دا ډول حالاتو د مخنیوي دپاره واضحه لار موجود وي. د الثاني د خبرو نه یوه ورځ وړاندې د هغه مشیر هم ویلي وویل چې د طالبانو د تسلیمولو په ځای په افغانستان کې دا وخت لومړۍ ترجیح بشري امداد او د جینکو تعلیم دی.

د طالبامو موقتي خارجه وزیر مولوي امیرخان متقي هم د دوحې غونډې ته وېنا کړې، د جینکو د تعلیم په اړه یې کومه ژمنه ونکړه خو ویې وېل طالبان په دې لړ کې د انتظاماتو برابرولو کوښښ کوي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د شته منو ملکونو تنظیم جي ټوېڼي حکومتونو په دې خبره اتفاق ترلاسه کړو چې افغانستان سره د مالي مرستې دپاره دې لارې چارې ولټول شي.

یورپین یونین د نهې، سه شنبې، په ورځ‌ افغانستان سره د یو اشاریه دوه ارب ډالرو مالي مرستې اعلان وکړو.

ملګرو ملتونو خبرداری کړی که چېرې افغانستان سره په بېړنۍ توګه امداد ونشو نو د ملک اقتصاد تباه کېدلی او هلته بشري ناورین رامنځته کېدلی شي. نړیواله ټولنه د طالبانو نه غوښتنه کوي چې د انساني او د مېرمنو د حقونو په اړه خپل لوظونه پوره کړي خو د بشري حقونو تنظیمونه وايي داسې ښکاري چې طالبانو دغه غوښتنې د پامه غورځولي دي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نشت والي تشویش څرګند کړی دی او د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته په کابل کې ښځو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره یو شمېر مظاهرې هم کړي دي.