شاته

کانګرس کې د فلبرایټ زده کړو افغان ګډونوالو ته د مهاجرت د ویزې غوښتنه وشوه

د امریکا په کانګرس کې د کالیفورنیا ایالت یو استازي د یو قانون د تصویب کیدو وړاندیز کړی چې له مخې یې هغو افغانانو ته چې د فلبرایټ (Fulbright ) په تحصیلي بورسونو کې یې ګډون کړی د متحده ایالاتو د مهاجرت ویزې ورکړل شي.

د متحده ایالاتو په کانګرس کې د کالیفورنیا ایالت څخه دموکرات غړي جان ګرامندي په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې ددغه وړاندیز شوي قانون له مخې به هر هغه افغان ته چې د فلبرایټ په تحصیلي پروګرام کې په متحده ایالاتو کې ژوند کړی دی د مهاجرت ویزه ورکول کیږي تر څو "د طالبانو د ازار او اذیت څخه د هغوی د تیښتې او په متحده ایالاتو کې د هغوی په بیا میشت کیدو کې" مرسته وشي.

په بیان کې راغلي دي چې د هغوی سربیره د هغوی د کورنۍ نژدې غړي (میرمن/میړه او اولادنه) هم د مهاجرت ویزه ترلاسه کولای شي.

فلبرایټ د زده کړو د بورسونو یو ستر پروګرام دی چې هر کال په کې زیات شمیر امریکایي او بهرني محصلین،څیړونکي او پوهان د ځانګړو شرایطو په اساس منل کیږي او په ټوله نړۍ کې مختلفو پوهنتونونو ته د زده کړو د دوام او یا څیړنو لپاره استول کیږي.

افغانستان هم د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی چې هیوادوال یې ددغه پروګرام [Fulbright Scholarship] د شرایطو لرونکي دي.

د فلبرایټ تحصیلي بورس په دوو برخو کې ورکول کیږي. اوله برخه یې د لیسانس دورې د وروستیو دوو کلنو او دوهمه یې د ماسترۍ او یا د نورو لوړو زده کړو دوره ده.

د ښاغلي ګرامندي د بیان له مخې "د فلبرایټ د زده کړو بورسونه د متحده ایالاتو د فرهنګي تبادلې یو خورا مهم پروګرام دی چې د متحده ایالاتو او نورو هیوادونو ترمنځ فرهنګي اړیکو، دپلوماسۍ او همغږۍ کې مرسته کوي."

په بیان کې راغلي چې: "دا زمونږ افغان متحدینو ته سم کار دی چې د متحده ایالاتو تر څنګ د طالبانو او د سپتمبر د ۱۱ د بریدونو د مسولینو په وړاندې ودریدل."

ددغه قانون د تصویب په صورت کې هغو افغانانو ته چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر وروسته پدغه تحصیلي پروګرام او فرهنګي تبادله کې یې ونډه اخیستې ورته به د مهاجرت ویزه ورکړل شي.

دا پداسې حال کې دي چې تیره میاشت د نړیوالو زده کړو انستتیوت (IIE) اعلان وکړ چې د افغانستان د امریکایي پوهنتون لسو تنو زده کوونکو ته د زده کړو بورس ورکوي، چې له دې هیواد بهر خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

پدې ترڅ کې په متحده ایالاتو کې د قطر سفیر د روانې اونۍ په پیل کې اعلان وکړ چې د افغانستان د امریکایي پوهنتون عمده برخې قطر ته انتقالیږي.

دغه پوهنتون په ۲۰۱۶ کال کې جوړ شو او په افغانستان کې په غربي بڼه د زده کړو یواځنۍ مرجع وه چې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته تړل شوې ده.

ددې پوهنتون یوه ملاتړې او د بورډ غړې لیزلي شوارتز، د اګست په ۳۰ د سي ان ان تلویزیوني شبکې ته وویل چې ددې پوهنتون د رئیس او په دوحه کې له مقاماتو سره هڅه کوي تر څو ددې پوهنتون شاوخوا ۴۰۰۰ محصلین او کارکوونکي او د هغوی کورنۍ له افغانستان څخه وباسي.

تر اوسه نده څرګنده چې ددې پوهنتون څومره محصلین او کارکوونکي له افغانستان څخه وتلي، خو میرمن شوارتز د اګست میاشتې په پای کې ویلي چې شاوخوا ۵۰ محصلین یې پداسې حال کې له افغانستان څخه ایستلي او شاوخوا ۵۰ تنه نور محصلین پخپله توانیدلي دي چې له دې هیواد نه ووځي.