شاته

طالبان: پر افغانستان بندیزونه امنیتي عواقب لري؛ د مهاجرت څپې به وپاروي

طالبانو متحده ایالاتو او نورو هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې د بندیزونو له لارې د هغوی د دولت د کمزوري کولو هڅه به پر نړیوال امنیت اغیز وکړي او ښایي د مهاجرت د څپو د رامنځته کیدو سبب شي.

د طالبانو د کابینې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په دوحه کې غربي دپلوماتانو ته وویل: "د افغانستان د دولت کمزوري کیدل د هیچا په ګټه ندي ځکه هغه به د نړۍ په امنیت او د اقتصادي مهاجرت په برخې په مستقیمه توګه منفي اغیز وکړي".

ښاغلي متقي د نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې روانو بندیزونو ته د پای ټکی کیږدي، تر څو بانکونه خپل عادي فعالیت پیل کړي او خیریه موسسې، سازمانونه او دولت وکړای شي د خپلو کارکوونکو حقوق په موجودو پولي ذخیرو او نړیوالو مرستو ورکړي.

په هغه بیان کې چې د ښاغلي متقي ویاند خپور کړی راغلي دي چې په تیرو څو میاشتو کې د شاوخوا نیم میلیون دولتي کارکوونکو حقوق د بندیزونو په وجه ندي ورکړل شوي.

اروپایي هیوادونه اندیښنه لري چې د افغانستان د اقتصاد د سقوط په صورت کې به د پناه غوښتونکو سیلاب د پاکستان او ایران په ګډون ګاونډیو هیوادونو او بالاخره اروپایي هیوادونو د اتحادیې پولو ته ورسیږي.

د نړۍ د ۲۰ سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو مشرانو د اکتوبر په ۱۲ (تلې ۲۰) په یو لړ موضوعګانو باندې د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د خلکو سره په سمدستي بشري مرستو هم بحث وکړ او د خپلواکه سازمانونو له لارې د افغانستان له خلکو سره په مستقیمه توګه د بشري مرستو په برابرولو یې ټینګار وکړ.

اروپايي ټولنې پدې غونډه کې له افغانانو سره ۱.۲ میلیارد یورو بشري مرستې اعلان کړې.

د غونډې په پیل کې د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورزولا وون دیرلاین دا بشري‌ مرستې اعلان کړې چې ‌په افغانستان کې «د لوی بشري، اجتماعي او اقتصادي سقوط» مخه ونیول شي.

اروپايي ټولنه وايي چې دا مرستې به د نړیوالو خیریه ادارو له لورې په اړمنو افغانانو وېشل کیږي او دا د طالبانو له انتقالي حکومت سره مرسته نه ده.

اروپايي ټولنې تر دې مخکې هم له افغانانو سره شاوخوا ۳۰۰ میلیونه بېړنۍ بشري مرستې اعلان کړې وې.

سپینې مانۍ هم د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې د طالبالنو مشرانو د ښځو او نجونو او لږکیو د حقونو په ګډون د ټولو افغانانو د بنسټیزو بشري حقونو د تامین ژمنه کړې ده.