شاته

دبلوچستان اپوزیشن ګوندونه له وزیراعلا جام کمال داستعفا غوښتنه کوي

د بلوچستان په ايالتي اسمبلې کې د اپوزیشن ګوندونو غړو د بلوچستان له وزير اعلا څخه وغوښتل چې د وزارت اعلا له چوکۍ دې استعفی ورکړي۔

د شنبې يا خالي په ماښام د بي اين پي مېنګل او دجميعت علما اسلام د ايالتي اسمبلۍ غړو په ګډه سره د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ د اپوزيشن چېمبر و مخ ته خبري کانفرنس وکړو،

د اپوزيشن غړو وويل چې د بلوچستان له اعلا وزير سره عددي اکثريت پاتي نه دی،

د بلوچستان په ايالتي اسمبلې کې د اپوزیشن ګوندونو غړو د بلوچستان له وزير اعلا څخه وغوښتل چې د وزارت اعلا له چوکۍ دې استعفی ورکړي۔

د اپوزيشن غړو وويل چې د بلوچستان له اعلا وزير سره عددي اکثريت پاتي نه دی، د دوئ په خبره چې د اعلا وزير جام کمال حکومت اتحادي ګوندونو غړو او د جام کمال د خپل ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ غړو هم د جام کمال ملتيا پرېښې ځکه جام کمال نورحق نه لري چې د اعلا وزير پر څوکۍ پاته شي۔

په بلوچستان ايالتي اسمبلې کې د اپوزيشن جماعتونو مشر ملک سکندر ایډوکېټ په خبري کانفرنس کې وويل د اعلا وزير پر چوکۍ نور د جام کمال پاتې کېدل غېر قانوني دی،

ملک سکندر وويل چې د بلوچستان ګورنر دې د ايالتي اسمبلۍ غونډه راوغواړي او د بلوچستان له وزير جام کمال څخه دې وغواړي چې هغه دې د اسمبلۍ له غړو څخه د اعتماد رایې واخلي۔

"اوس چې کوم حال دی هغه ټول ستاسو تر مخ دی، چې جام صاب نور د وزير اعلا په نامه د يادولو حق ځکه هم نه لري چې هغه نور اعلا وزير دی هم نه "

په ايالتي اسمبلۍ کې د بي اين پي د اپوزيشن غړي ثناء بلوچ د پاکستان د اين او قانون حواله ورکړه او وئ ويل چې له اعلا وزير سره اکثريت پاتې نه دی،

د ثناء بلوچ په خبره د جام کمال دخپل ګوند باپ پارټۍ يوولسو غړو د اعلا وزير پر ضد د بلوچستان ګورنر ته خپلې استعفاګانې ورکړې دي په کوم کې چې د دریوؤ وزيرانو اسعفاګانې ګورنر بلوچستان ظهور اغا قبولې کړې هم دي .

هغه وايي ځکه اوس قانوني تقاضه ده چې ګورنر د ايالتي اسمبلۍ د وزير اعلا د اعتماد د ووټ غونډه راوغواړي.

" په ايین کې يوه خبره ورکړل شوې چې د يوې لمحې له ضايع کولو پرته، اوس خو شا خوا دوه اوونۍ وشوې ،ګورنر صاب يو خو دا چې د ايین او قانون خلاف عمل روان دی،کوم خلک چې پر ايني څوکيو ناست دي هغه د ايین د ارټيکل يو ۱۳۰م د شق اووم خلاف ورزي کوي"

د اپوزيشن د غوښتنو په ځواب کې د بلوچستان د حکومت وياند لياقت شاهواني رسنیو ته ويلي چې له اعلا وزير سره خپل ملګري اوږه په اؤږه ولاړ دي او چې کوم غړي خفه دي وزير اعلا د هغوئ دپخلا کولو هڅې روانې کړي دي۔

وياند رسنيو ته وويل چې د جام کمال د مخلوط حکومتي غړو شمېر يو څلوېښت دی،

د شاهواني په خبره په اوس وخت کې اوويشت غړي له اعلا وزير جام کمال سره ملګري دي،او وايي يوازي څوارلس خفه دي چې د هغوئ د پخلاینې لپاره يې کمېټۍ جوړې کړې دي۔

شاهواني وويل په خفه غړو کې د ۱۱ غړو تعلق له بلوچستان عوامي پارټۍ سره دی، د دوؤ تعلق له بي اين پي عوامي ګوند څخه دی او د پاکستان تحريک انصاف ګوند هم يو غړی د خفه غړو ملګری دی،

هغه وايي نور ټول له جام کمال سره ملګري دي، لياقت شاهواني وويل که په کومه ورځ جام کمال اکثريت وبايلو په هغه ورځ به جام کمال خپله چوکۍ پرېږدي۔

”جام کمال صاب په صفا ټکو ويلي دي چې په کومه ورځ د اپوزيشن يا د باپ ګوند د غړو عددي اکثريت شو دی به خپله چوکۍ پرېږدي“

د بلوچستنان د اعلا وزير جام کمال پر ضد د اپوزيشن غړو د کال ۲۰۲۱-۲۲د بجټ له وړاندې کېدو وروسته په ډاکه مخالفت شروع کړ،

دوئ تورونه پورې کړل چې اعلا وزير دوئ ته په بجټ کې عوامي سکيمونه نه دي ورکړي، د دوی فنډونه يې بند کړي او د دوئ په انتخابي حلقو کې يې سياسي مداخلت کړی،

له هغه وروسته د اپوزيشن له لوري په دې مخالفت کې زياتوالی راغلی، تېره مياشت د اپوزيش ګوندونو د اعلا وزير پر ضد په ايالتي اسمبلې کې د بې اعتمادی د تحريک د راوړلو لپاره د بلوچستان په ايالتي اسمبلۍ کې درخواست جمع کړی ؤ خو په ايیني ټاکل شوي وخت کې د ګورنر له لوري د اسمبلۍ اجلاس را و نه غوښټل شو۔

له هغې وروسته د جام کمال د خپل ګوند بلوچستان عوامي پارټې يوولسو غړو هم پر جام کمال باندي تورونه پورې کړل او د جام کمال پر ضد يې خپلې استعفاګانې څو ورځې وړاندې د بلوچستان ګورنرسيد ظهور آغا ته وړاندې کړې په کوم کې چې ګورنر د باپ پارټې د دریوؤ وزيرانو استعفاګانې قبولې کړې،

جام کمال او د هغه د حکومت ايالتي وياند لياقت شاهواني د اپوزيشن او د هغه د ګوند د خفه غړو تورونه تل رد کړي۔

د کوټې ږغ يا کويټه وايس په نامه د ورځ پاڼې مديد او څېړونکی سيد علي شاه وايي چې اوس د جام کمال لپاره مشکل ځکه زيات شو چې د هغه خپل ګوند ملګري هم د هغه پرضد ميدان ته راوتلي۔

”دا یقیناً اوس ډیر مشکل کار دي دا ډیر غټ قدم و کوم وخت چې دوئ خپلي استعفاګانې ګورنر بلوچستان ته ورکړې“

د بلوچستان اسمبلۍ د غړو شمېر ۶۵ دی په کوم کې چې د اپوزيشن جماعتونو د غړو شمېر دوه ويشت دی،

د يوه آزاد اميدوار نواب اسلم رئيساني په ګډون د اپوزيشن د غړو شمېر درويشت جورېږي، د مسلم ليګ ن د بلوچستان ايالت پخوانی صدر نواب ثناءالله زهري د ايالتي اسمبلۍ غړی دی خو تر اوسه يې د کوم چا د حمايت يا مخالفت غږ نه دی کړی۔

بل لوري ته د جام کمال د ګوند بلوچستان عوامي د خفه حکومتي غړو شمېر څوارلس دی ،

د اپوزيشن او د باپ ګوند د ټولو خفه غړو شمېر اووه دیرش جوړېږي ، بل لوري ته حکومت دعوه کوي چې دوئ سره اوويشت غړي ملګري دي۔

د اعلا وزير د ليري کولو لپاره يعني د عدم اعتماد لپاره د ۳۳ غړو رایې د هغه پر ضد کارول ضروري وي۔

شنونکي په دې باور دي چې که د اعلا وزير پر ضد عدم اعتماد راوړل شي او يا هم وزير اعلا جام کمال په خپله د اعتماد د ووټ ايستل وغواړي نو ښيي چې د جام کمال د حکومت ملګري ګوند تحريک انصاف ځيني غړي هم پر خاص موقعه د هغه پر ضد د اپوزيشن او د خفه غړو ملګرييا کولای شي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.