شاته

عمران خان بل ګېټس ته خواست کړی چې د افغان ولس بشري مرستې وکړي

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د بل او ملېنډا ګېټس فاونډېشن شريک مشر بل ګېټس ته خواست کړی چې د افغان ولس بشري مرستې وکړي.

د پاکستان د وزیراعظم دفتر نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (شپږم اکتوبر) ويلي د نهې/ سه شنبې په ورځ شوو ټليفوني خبرو کې وزیراعظم عمران خان د بل ګېټس سره پاکستان کې د پولیو د ختمولو په پرمختګ خبرې کړي او د فاونډېشن د مرستو ستاينه يې کړې ده.

ويل شوي وزیراعظم او بل ګېټس په افغانستان کې د صحت په نظام هم اندېښنه څرګنده کړې ده. افغانستان د پاکستان سره په ګاونډ کې پروت هغه هېواد دی چرته چې د پوليو وبا اوس هم شتون لري.

عمران خان په افغانستان کې د پوليو ضد کمپاین په بيا روانولو ټينګار کړی چې هلته د دغه رنځ مخنیوي وشي چې پاکستان ورسره خوندي شي.

د پاکستان وزيراعظم دغه خبره په ګوته کړې چې د افغانستان د ابادۍ د نيمې نه زياته برخه د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي او په دغه لړ کې مالي مرستو ته اړتيا لري.

عمران خان بل ګېټس ته خواست کړی چې د افغان ولس په بشري مرستو غور وکړي.

عمران خان ويلي په پاکستان کې سږ کال د پوليو يواځې يوه پېښه مخې ته راغلې ده او د پوليو نمونې په ملک کې تر ډېره حده کمې شوي دي.

نوموړي ټينګار کړی د پوليو د مخنيوي په لړ کې مثبت پرمختګ شوی او لا هم کار روان دی او حکومت يې ژمن دی چې د ملک څخه پوليو وايرس ختم کړي.

د وزیراعظم د دفتر ترمخه بل ګېټس د پاکستان هڅې ستايلي او ويلي يې دي فاونډېشن به يې د پاکستان مرستې دومداره ساتي چې يقيني کړي چې په ملک کې يو ماشوم هم د پوليو څخه معذوره نه شي.

په پاکستان کې سږ کال د پوليو د (WPV) ډول يوه پېښه او تير کال 84 پېښې مخې ته راغلې وې.

د پوليو مخنيوي د وېب پاڼې د شمېرو ترمخه په ملک کې د پوليو د دوېم ډول (cVDPV2) سږ کال تراوسه پورې اته او تير کال 135 پېښې رپورټ شوې وې.