شاته

که طالبان د بجلۍ پیسې ورنکړي، کابل به توره تیاره شي – والسټریټ جرنل

رپوټونه وایي که په افغانستان کې واکمن طالبان، د مرکزي ایشیا ملکونو ته د بجلۍ پیسې ورنکړي، او یا د بجلۍ له صارفینو نه پیسې اخیستل پیل نکړي، نو د ژمي موسم په رارسېدو سره کیدی شي چې په سرښار کابل کې بجلي نه وي او شپې یې تیارې شي.

د افغانستان د بجلۍ سرکاري کمپنۍ (د افغانستان برښنا شرکت) پخواني مشر داوود نورزي ویلي چې که دې ستونزې ته پاملرنه ونشي، نو کیدای شي چې نتیجه یې یو بشري بحران وي. داوود نورزي د طالبانو د واکمنېدو نه دوه هفتې پس له خپلې عهدې استعفا وکړه.

هغه والسټريټ جرنل ته ویلي: "اثرات به یې په ټول ملک باندې پریوزې، په خصوص په کابل. هغه ځای به توره تیاره شي او دا د بجلۍ او ټیلي کمیونېکېشن له اړخه، افغانستان به بېرته قرون وسطی ته بوزي."

یاده دې وي چې دا وخت پخپله د افغانستان د بجلۍ پیداوار ډېر لږ دی او دا هېواد خپله نیمه برخه بجلي په پېسو د ازبکستان، تاجکستان، او ترکمنستان نه اخلي. په دې کې د کابل ښار بجلي قریب ټوله د مرکزي ایشیا نه راځي.

یاده دې وي چې اوس وخت په افغانستان کې جګړه تقریبآ ختمه ده او ډېر پوځي مرکزونه چې پخوا به یې ډېره بجلي اخیسته، اوس هغه بجلي اضافه کیږي. د دې ترڅنګ، ویل کیږي چې افغانستان کې کارخانې هم اوس زیات کار نه کوي. بل اړخ ته اوس د بجلۍ پایې هم نه الوزول کیږي. نو په دې وجوهاتو، کابل ښار کې نن سبا بجلي زیاته ده او لوډ شېډنګ نشته.

مګر بیا هم دا خطره لیدل کیږي چې که د طالبانو حکومت د صارفینو نه د بجلۍ پیسې راغونډې نکړي او د مرکزي ایشیا ملکونو ته یې په وخت ورنکړي، نو کابل ښار ممکن په یو دم د بجلۍ نه محرومه شي.

د افغانستان د بجلۍ سرکاري شرکت د پخوانیو چارواکو په وینا، اوس مهال د اېمپورټ شوې بجلۍ له درکه د افغانستان قرضه له نیوي (۹۰) میلینه ډالرو اوړېدلې ده او ورځ په ورځ پسې زیاتيږي، خو د اګسټ د نیمایي نه تر اوسه برښنا شرکت یوازې ۸.۹ میلینه ډالره د صارفینو نه راټولې کړي دي. حکومتي کارکوونکو او مامورینو ته تنخواګانې ندي ورکول شوي او بنکي سیسټمونه هم بېکاره پاته دي، نو صارفینو ته د بجلۍ د پورونو پرې کول هم سخته ښکاري.