شاته

د ای پي اېس ماشومانو د مېندو او پلرونو پوښتنو ته به ځواب څوک وايي؟ د عمران خان د مخالفینو پوښتنه 

د وزیراعظم عمران خان د حکومت مخالفو ګوندونو پاکستان مسلم لیګ (ن) او پاکستان پيپلز پارټۍ د غیرقانونه ټاکل شوي ډلې تحريک طالبان پاکستان وسله والو ته د معافۍ په اړه د عمران خان د بیان غندنه کړې او په دې اړه يې په پارلېمنټ کې د بحث غوښتنه کړې ده.

د پيپلز ګوند بهره مند تنګي د وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل چې د آرمي پبلېک سکول د بچو د مېندو او پلرونو سوالونو ته به ځواب څوک ورکوي؟ هغه وویل وخت راغلی چې په دې هر څه قام او پارليمانټ په باور کې واخیستل شي.

د وي او ای ډیوه سره خبرو کې د مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر عباد الله د پي ټي آي حکومت يو غير سنجيده حکومت وبللو او ویې وېل چې په دومره سنجيده او حساسه معامله څنګه په آسانه دوى داسې خبرې کوي. " د هغوخلقو نه تپوس وکړى چى بچى ، مور پلار او وروڼه خوياندې یې د ترهګرو د لاسه وژل شوي او دا هر څه ولې وشول؟ په دى هر څه په پارليمانټ کې بحث پکار دی."

د کال 2014 د ډسمبر د میاشت په 16 نېټه وسله والو د پېښور په ارمي پبلک سکول حمله وکړه چې پکې د 130 نه زیات ماشومان ووژل شوو.

د هغه وخت د ټي ټي پي مشر ملا فضل الله په ای پي اېس د حملې ذمه واري په غاړه واخیستله او ویې وېل حمله یې په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو په بدل کې کړې ده.

د جمعې په ورځ د ترکي ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې عمران خان وویل"د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه وشوه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟ نو هغه په جواب کې وویل "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

د پيپلز ګوند په سېنېټ کې پارليماني مشرې شيري رحمان پوښتلي چې دا خبره دې په ډاګه کړی شي چي وزيراعظم چا ته ښه طالبان وايي او دوى سره به کوم سياسي حل راوباسي؟

د سېنېټرې شېري رحمان وېنا وه چې د ټي ټي پي په اړه په تګلاره کې بدلون عمران خان د پارليمان په ځای د يو غير ملکى ټيلى وژن سره په مرکه کې اعلان کړو.

د ترک ټېلې وژن سره د عمران خان د بیان نه وړاندې د داخله وزیر شيخ رشيد د ټي ټي پي اړه د حکومتي وړاندیز دفاع کړې او ويلي یې چى دا تجویز صرف د ښو طالبانو د پاره دی او په دې لړ کېخبرې روانې دي.

د حزب اختلاف ګوندونو غوښتنه کړې چې د ترهګر ډلو سره د حکومت د تماس نيولو په شرطونو دې پارليمان په باور کې واخیستل شي.

دواړو سیاسي ګوندونو ويلي چى د ټى ټى پى په اړه قام او پارليمان په باور کې د اخیستلو پرته ډلې ته عام معافۍ وړانديز يو شمير سوالونه راپورته کړي دي.

د مسلم ليګ ن سينيټر عرفان صديقى په پو بيان کې د ټي ټي پي سره خبرې پټې ساتل غير منصفانه بللي او ویلي یې دي چې د ټى ټى پى په أړه قام او پارلېمان په باور کې د اخیستلو پرته غيستلو د عامې بخښنې وړانديز يو شمير سوالونه راپورته کړي دي.

د ټي ټي پي وسله والو ته د معافۍ په اړه د عمران خان نه مخکې د صدر عارف علوي او خارجه وزير شاه محمود قرېشي بیانونه هم مخې ته راغلي دي.

تړلي