شاته

په پېنډورا پېپرز کې پاکستاني سياستوال، پخواني پوځي جرنېلان او کاروباریان

انټرنیشنل کنسورشیم اف انویسټیګیټو جرنلسټس (ايي سي ايي جی) د لوی نړیوال پلټنو پنډورا پیپرز په نوم پټ مالیاتي دستاویزونه خپاره کړي چې پکې د 700 پاکستانيانو نومونه هم شامل دي، په دغو کې سياستوال، پخواني پوځي جرنېلان او هغه کاروباریان دي چې په بهرنيو هېوادونو کې يې اف شور کمپنۍ جوړې کړي دي.

په دغو دستاويزونو کې د 200 نه زیاتو ملکونو د 29زرو اف شور کمپنيانو په اړه مالومات ورکړی شوي او د دغو کمپنيانو په مالکيت کې د 45 هېوادونو سره تعلق لرونکي هغه 130 شخصيات شامل دي چې د اربونو روپو شتمنۍ لري.

د ايي سي ايي جې د دستاويزونو په تیارولو کې چې دوه پاکستاني جرنلسټانو عمرچيمه او فخر دراني برخه اخستې، ويل شوي په دغو کې 700 پاکستانيان هم شامل دي چې په بهر ملکونو کې يې اف شور کمپنۍ لري.

پاکستاني سياستوال

په پاکستاني سیاستوالو کې د خزانې وزیر شوکت ترین، د تحریک انصاف پاکستان ګوند سنېټر فیصل واوډا، د پنجاب مشر وزیر عبدالعلیم خان، د وفاقي وزیر خسرو بختیار ورور، د وزیراعظم سلاکار وقار مسعود زوی، د واکمن تحریک انصاف اتحادي ډلې، مسلم لیګ ق مشر مونس اللهی، د پیپلز ګوند شرجیل میمن، د مسلم لیګ نواز ګوند مشر او پخوانی د خزانې وزیر اسحاق ډار زوی علي ډار نومونه د ايي سي ايي جې په نوملړ کې شامل دي.

پخواني پوځي جرنېلان

په پېنډوا پېپرز کې د پاکستاني پخوانيو پوځي جرنېلانو په نومونو کې د پاکستان د هوايي ځواک پخواني مشر عباس خټک د دوه زامنو نومونه، لفټننټ جنرل (ر) شفاعت الله، مېجر جنرل (ر) نصرت نعيم، د لفټننټ جنرل (ر) افضل مظفر زوی، د جنرل (ر) خالد مقبول زوم، کرنل (ر) راجه نادر پروېز او جرنل (ر) علي قلي خان د خور نومونه شامل دي چې دوی په بهر هېوادونو کې اف شور کمپنۍ لري.

پاکستاني کاروباريان

ويل شوي په پاکستاني کاروباريانو کې د ابراج ګروپ مشر عارف نقوي، د بول ټيلي ويژن او اېګزټ کمپنۍ مالک شعېب شېخ، د نېشنل انوېسمنټ ټرسټ مشر عدنان افريدي، بشير داود، د نېشنل بېنک مشر عارف عثماني په ګډون د څو نورو يادو کسانو نومونه هم شامل دي.

د پېنډورا پېپرز خپرېدو وروسته د پاکستان وزیراعظم عمران خان د دستاويزونو مخې ته راتلو هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې د دغو پاکستانیانو په ضد به پلټنې کیږي او قصوروارو ته به سزا ورکړل شي.

بل لور ته د مسلم ليګ ن مشرې مریم نواز په ټويټر د پاکستاني چېنل (اې ار وايي) يو عکس خپور کړی چې پکې ویل شوي د مريم نواز د زوي جنېد صفدر په نوم هم پينځه اف شور کمپنيانو رجسټرډ دي.

مريم نواز ويلي (اې ار وايي) دې په دغه جعلي خبر په سمدستي ډول بخښنه وغواړي کنه هغه به يې پرضد عدالت ته لاړه شي.

او د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چودري بيا د مريم نواز نه پوښتنې کړي چې،

ايا دا رښتيا دي چې ستاسو په نوم څو اف شور کمپنۍ دي؟ ايا دا هم رښتيا دي چې د نورو کورنيو د غړو لکه علي ډار هم اف شور کمپنياني لري؟.

دغه ټويټ ته په ځواب کې رانا کاشف نومې تن د جرنېلانو نومونه ليکلي، چې د دوی په اړه د بیان ورکولو همت نه لرئ.

اف شور کمپنۍ

د ايي سي ايي جې ترمخه په بهرنيو هېوادونو کې اف شور کمپنيانې غېر قانونه نه دي، خو ویل شوي دغه کمپنۍ ځکه لانجمنۍ دي چې په دې کې شتمنۍ پټې ساتل کيږي کوم څه چې په عامه توګه غېر قانوني وي.

پېنډورا پېپرز

ايي سي ايي جې د دوو کلونو د پلټنو وروسته د پېنډورا پېپرز په نوم دغه دستاويزونه تيار کړي دي.

له دې وړاندې یادې ادارې په کال 2015 کې، پاناما پېپرز لیک کړي وو چې له سببه یې د پاکستان پخوانی وزیراعظم نوازشریف او د هغه د زامنو په ضد مقدمې وچلېدلې او بیا نواز شريف نااهل ګرځول شوی وو، ځکه چې په دوی دا تور لګېدلی و چې د آف شور (بهرملکي) کمپنۍ د لارې یې په پاکستان کې د کرپشن د لارې ګټل شوې پیسې پټې ساتلې وې.

په تازه دستاویزونو کې د برطانیې د پخواني وزیراعظم ټوني بلېر، د اردن پاچا، د قطر د مشر، د چېک رېپبلک وزیراعظم، د اېکواډور او یوکراین صدرانو، د ګلوکاره شکېرا او د هند د کرېکټر سچن ټنډولکر آف شور کمپنۍ هم مخې ته راغلي دي.