شاته

تير ته په کتو د طالبانو سره د پاکستان د روغې جوړې تړون ګران دی، څيړونکي وايي

څيړونکي وايي د پاکستان حکومت يا وزیراعظم عمران خان چې د طالبانو سره د مذاکراتو کومه خبره کوي، يو خو دا يواځې د عمران خان کار نه دی پکار ده چې په دې کې په پارليمان بحث وشي ولسي مشورې او مرضي پکې شامل کړی شي او دوېم دا چې د طالبانو سره تيرو معاهدو ته په کتو په اوسني وخت کې ګران ښکاري چې رياست د طالبانو غوښتنې ومني او نظام بدل کړي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي، په ماضي کې چې د پاکستان او تحریک طالبان ترمنځ څومرې معاهدې شوي دي د هغې کومې ګټورې نتیجې مخې ته نه دي راغلي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل لکه تير چې څومره معاهدې شوي او بيا ماتې شوي رياست يې د ماتولو تور په طالبانو او طالبانو يې تور په رياست لګولی او د هغې وروسته بیا پوځي عمليات شوي دي.

هغه وويل تراوسه چې کومې معاهدې شوي په هغې کې اولسي مرضي نه ده شامل کړی شوې په بندو کمرو کې شوي دي، پکار ده چې په پارلیمان کې قرارداد راوړل شي او په پارلیمان کې په دې بحث وشي دا يواځې د عمران خان (وزيراعظم) کار نه دی، دا د عمران خان زمه واري نه ده د پارلیمان زمه واري ده او د پوځ کار هم نه دی، د پوځ کار اپرېشن يا عمليات کول دي.

د پېښور د اسلاميه کالج د پوليټيکل ساينس د څانګې استاز شانواز مشال وايي، د حکومت او طالبانو په تيرو وختونو کې معاهدې ځکه نه دي کاميابې شوي چې د دواړو فريقېنو مقصدونه بدل دي لکه طالبان شريعت غواړي او د پاکستان رياست د ايين لاندې کار کوي او د مفاداتو ټکراو دی نو داسې نه شي کېدلی.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، زياتره پوهان وايي چې طالبان يا رياست دوه جدا فريقه نه دي يو فريق دی، د هغې وجه دا ده چې په ماضي کې پاکستاني واکمنو او زیاتره پوځي واکمنو منلې ده چې طالبان دوی جوړ کړي او دوی روزلي دي، نو بيا خو ښکاري چې دا دواړه يو فريق دی او اولس بيا بل فريق دی او په تيرو وختونو کې د معاهدو ماتېدو وروسته په پوځي عملياتو کې زيات تاوان بيا اولس ته اوښتی دي.

هغه وويل تيرو معاهدو په کتو اوس هم معاهده کول يوې نوې جګړې يا يو نوي اپرېشن ته زمينه برابرول دي دا ويرې او اندېښنې موجودې دي، ځکه چې تير کومې معاهدې شوي هغه بيا ماتې شوي او د معاهدې ماتېدو وروسته بيا اپرېشن ته اسان دليل راشي امنيتي ادارې وايي چې معاهده ناکامه شوه اپرېشن يا عمليات او د طاقت لاره يې يواځينۍ لاره ده، لکه تير چې د ټولو معاهدو وروسته شوي دي.

جرنلسټ او څيړونکی رفعت اورکزی وايي، په پاکستان کې د حکومت يا پوځ او طالبانو وخت په وخت د معاهدو په ځای نه پاتې کېدو يا نه عملي کېدو څو علتونه دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل يوه دا چې دا دواړه فريقه (حکومت او طالبان) په انتها ولاړ دي، لکه د ټي ټي پي سره چې اوس کومې خبرې کیږي په هغې کې د طالبانو غوښتنې ناممکنه ښکاري لکه ریاست دې نظام څنګه بدل کړي.

او په اخره کې مفتي نور ولي مسيد سي اېن اېن ته په مرکه کې ويلي وو هغه د قبایلي سيمو د ازادۍ خبره کوي نو رياست به دا خبره څومره ومني؟، يا داسې کېدی شي چې هغو ته څو علاقې ورکړي او هغه پکې خپل نظام ولري؟ نو دا ډېر ګران کار دی.

او نوموړی زياتوي دې ځل چې طالبان په کوم پوزيشن باندې دي د دې تنظيم د جوړېدو په 17 کلنۍ موده کې دا دومره کله هم پياوړی نه وو ځکه چې يو خو په دې تنظيم کې ټولې ډلې شاملې شوي دي افرادي قوت یې زيات شوی او په افغانستان کې د طالبانو د راتلو سره د هغو حوصلې نورې لوړې شوي دي ځکه چې کلک پشت ورته مېلاو شوی دی.

هغه وويل د افغانستان د طالبانو ګټه به پاکستاني طالبان او د پاکستاني طالبانو ګټه به افغان طالبان پورته کوي، په راتلونکې کې به دا مالومه شي چې د طالبانو کومې غوښتنې منل کيږي.

د جمعې په ورځ (لومړي اکتوبر) د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې عمران خان ويلي وو"د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، ده یې په جواب کې وویل "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

د طالبانو سره په تيرو وختونو کې شوې معاهدې

په کال 2004 کې د جنوبي وزيرستان د طالبانو د مشر نېک محمد د هغه وخت ځايي پوځي مشر جي او سي صفدر حسېن د امن معاهده کړې وه.

په دې معاهده کې ويل شوي وو چې وسله وال به د پاکستان پرضد عمليات نه کوي، خو په 16 جون بيا په یو بريد کې نېک محمد وژل شوی وو، او دغه معاهده بيا ماته شوې وه.

په 2005 کې د جنوبي وزیرستان په سرا روغه کې د بېت الله مسيد سره پوځ او ځايي انتظاميې معاهده کړې وه، هغه وخت بېت الله مسيد د تحريک طالبان پاکستان مشر نه وو، په دغه معاهده کې ویل شوي وو چې د بېت الله مسيد کسان په پاکستاني تاسياستو بريدونه نه کوي، بهرنيانو ته به ځای نه ورکوي، او خپل فعاليتونه به نورو سيمو ته نه غځوي.

او بيا په 2007 کې بېت الله مسيد په ټول ملک کې د تحریک طالبان پاکستان ډله اعلان کړه او دغه معاهده ختمه شوه. او بېت الله مسيد بيا په کال 2009 کې د جنوبي وزيرستان په شکتویي تحصيل کې په امریکايي ډرون بريد کې وژل شوی وو.

په 2006 کې د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د مولوي نذير سره پوځ او پوليټيکل انتظاميې معاهده کړې او هغه معاهده تراوسه پورې په ځای ده، په دغه معاهده کې د علاقې امنيت دې ډلې ته سپارل شوی وو او ويل شوي وو چې دا ډله به په پاکستان کې بريدونه نه کوي.

ویل کيږي د مولوي نذير ډله په افغانستان کې د بریدونو پلوي ده.

مولوي نذير بيا په کال 2013 کې په امریکايي ډرون بريد کې د جنوبي وزيرستان په اعظم ورسک سيمه کې وژل شوی وو.

په 2007 کې د شمالي وزيرستان په ميرانشاه کې دغه ډول معاهده د حافظ ګل بهادر ډلې سره شوې وه او دغه معاهده هم د لکه د مولوي نذير سره د شوې معاهدې په څېر وه، د کال 2014 پورې دغه معاهده په ځای وه، خو له هغې څو مياشتې وړاندې دغه معاهده ختمه شوه چې د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب پوځي عملیات پېل کول.

په کال 2009 کې د هغه وخت د خېبرپښتونخوا د عوامي نيشنل ګوند حکومت په سوات کې د ملا فضل الله (چې د رېډيو ملا په نوم ياد وو) سره معاهده کړې وه خو دغه معاهده هم بيا ماته شوې وه.

ملا فضل الله په کال 2013 کې د تحريک طالبان پاکستان د مشر حکيم الله مسيد د وژلو وروسته د ټي ټي پي مشر جوړ کړی شوی او هغه بيا په کال 2018 کې د افغانستان په کنړ سيمه کې په امریکايي ډرون بريد کې وژل شوی وو.

په دې مينځ کې چې د پاکستان حکومت، پوځ او ځايي انتظاميو د طالبانو سره وخت په وخت معاهدې کړي په دغه مهال پوځي عملیات هم شوي وو، لکه په کال 2004 کې د پاکستان پوځ د جنوبي وزیرستان د واڼې سيمې په کلوشه علاقه کې وړومبی عملیات کړي او بيا په کال 2009 کې دغلته د راه نجات په نوم پراخه عملیات شوي وو.

له دغې وروسته په سوات کې په کال 2009 کې د راه راست په نوم هم پوځي عمليات شوي او په کال 2014 کې بيا پوځ په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم عملیات کړي او دغه عمليات بيا خېبر ته د خېبر ون په نوم غځول شوي وو

له دې نه علاوه د پاکستان پوځ د وسله والو تندلارو پرضد په باجوړ، مومندو، کرمه، اورکزۍ او نورو علاقو کې هم په نورو نومونو عملیات ترسره کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​