شاته

افغان کډوال چې بيرته وطن ته ستنيږي وايي د چمن په پوله ځورول کیږي

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال چې اوس بيرته خپل وطن ته ستنیږي تور لګوي چې د چمن په پوله يې پاکستان چارواکي ځوروي. دغه کډوال چې د کورو سامانونه ورسره دي د پاکستان د کوټې، پشين او کراچۍ څخه بيرته روان دي.

د چمن په پوله بيرته تلونکی کډوال فضل محمد وايي د کراچۍ د سهراب ګوټ سيمې څخه تللی او اووه کاله وروسته بيرته خپلې پلارنۍ سیمې غزني ته ستنيږي.

وي او اې ډیوه ته يې وويل په پاکستان کې يې ژوند سخت وو، ځکه بيرته ځي هلته که هر څنګه وي ژوند به يې د هغه په خبره يو څه ښه وي.

يو بل ګډوال ګلبدين چې خپله پېژندګلو په داسې ډول کوي چې تعلق يې د کندوز ولايت سره دی وايي پينځه کاله وړاندې پاکستان ته راغلی خو اوس واپس ستنيږي ځکه چې د هغه په وېنا په وطن کې جګړه ختمه شوې ده.

او محمد افضل چې د کوټې څخه سري پل ولايت ته ځي وايي وايي د چمن په پوله پاکستاني چارواکي ودرولي دي د ستونزو سره مخامخ شوي دي.

خو د چمن په پوله د پاکستان د اېمګرېشن يو چارواکی کمال خان کاکړ وايي، هغه کسان چې په خپله خوښته بیرته افغانستان ته ستنیږي دوی يې ضروري اسناد ګوري او بيا يې پرېږدي.

او د چمن څخه سپين بولدک ته په کډه تلونکی ګلبدين وايي په سپين بولدک کې يې کاروبار دی خو په پوله په پښو اوښتو راوښتو کې د ستونزو سره مخ وو ځکه کډه اړول غواړي خو پاکستاني چارواکي يې نه پرېږدي.

د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر شېخ رشید تيره اوونۍ ويلي وو د پاکستان څخه کډوال بيرته افغانستان ته ستنیږي او ويلي يې وو چې د چمن او تورخم پولو څخه د افغانانو پاکستان کې داخليدو د مخنيوي دپاﺭه سخت اقدامات شوي دي.

که څه هم افغانستان ته د بيرته تلونکو کډوالو کره شمېره نه ده مالومه خو د اندازې ترمخه د ورځې په سر د 20 نه تر 30 پورې کډوالې کورنۍ د چمن د لارې بيرته ستنیږي.