شاته

اندېښنې؛ ښځې: د طالبانو له واکمنیدو وروسته پر موږ محدودیتونه په زیاتېدو دي

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ښځې له کار او زده‌کړو پاتې شوې. تر خوا یې ورځ تر بلې پر دوی د محدویتونو د لګېدو اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.

دې وضعیت د خپل ناروښانه راتلونکي او برخلیک په اړه د ښځو او نجونو غږ را پورته کړی.

له دوی یو شمېر یې ازادي راډیو سره خبرو کې د کار، زده‌کړې او ټولنیزو فعالیتونو په برخه کې پر دوی د لګول شوېو محدویتونو له امله نا هیلي شوي.

دوی وايي، هغه ښځې چې په دولتي او نورو خصوصي ادارو کې یې کار کاوه، په کور له ناستې وروسته یې اقتصادي ستونزې یو په دوه شوي.

راضیه د مخکني حکومت پرمهال په یوې دولتي ادارې کې کار کاوه.

هغې ازادي راډیو ته وویل، اندېښنه یې له دې ده چې طالبان لکه د خپلې تېرې واکمنۍ د ښځو ټول حقوق تر پښو لاندې کړي.

راضیه وايي: "طالبانو موږ په کور کېنولې یوو. زموږ اقتصادي ستونزې ډېرې شوي. موږ له طالبانو غواړو چې د کار اجازه راکړي. په کور د کېنولو ترڅنګ یې ویلي، لوړ بوټان مه په پښو کوئ او نور مسایل چې زه یې ډېره اندېښمنه کړې یم."

ارشیف، افغان مېرمنې په یوه لاریون کې
ارشیف، افغان مېرمنې په یوه لاریون کې

پرون هم په کابل کې هغه مهال چې یو شمېر ښځو او نجونو ښوونځیو ته د بېرته تلو په ملاتړ لاریون کاوه، د طالبانو د امنیتي کسانو له تاوتریخوالي سره مخ شوې.

لاریون کوونکو له ځان سره په لېږدونکو شعارونو کې لیکلي و:"زموږ قلم مه ماتوئ، کتاب مو مه سوځوئ او ښوونځی مه تړئ."

طالب امنیتي کسانو له دوی لیکل شوي شعارونه واخیستل او د دوی د لاریون مخه یې ونیوله. پر دوی هوايي ډزې هم وشوې.

نسترن چې د دولسم ټولګې زده‌کوونکې ده او اوس ښوونځي ته نه ځي، له طالبانو غواړي چې د زده‌کړو درېدلی بهیر یې بېرته پیل کړي: "له طالبانو غواړم چې د زد‌ه کړو اجازه را کړي. موږ د هېواد د جوړولو راتلونکی نسل یوو. تر څو به بې برخلیکه یوو. "

دا چې طالبان دې اندېښنو او غوښتنو ته څه ځواب لري؟

د دې ډلې مطبوعاتي غړي بلال کریمي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی پر یوې داسې طرحه کار کوي چې ښځې وکولای شي په خوندي چاپیریال کې کار وکړي.

ښاغلي کریمي زیاته کړه: "اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی، هغه د زده‌کړې، کار او یا هم نورو برخو کې وي. اسلامي امارت په دې کار کوي چې ښځو او نجونو ته د رواني او فزیکي ادرسه خوندي چاپیریال برابر کړي چې دوی کار او زده‌کړه وکړي."

له طالبانو د نړیوالې ټولنې یوه غوښتنه هم د ښځو حقونو ته درناوی دی چې زده‌کړه او کار یې مهمې برخې دي.

که څه هم دې ډلې تر شپږم ټولګي نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړې، خو لا نجونې ثانوي، د لېسې او پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري.

د طالبان دې پرېکړې په نړیواله کچه هم غبرګونونه راپورته کړي، خو دا ډله ډېر ژر د دې ستونزې د حل ژمنه کوي.