شاته

د پاکستان حکومتي او پوځي مشرتابه د افغانستان په اړه تفصيلي بحث کړی

د پاکستان وزيراعظم د پوځ مشر او نورو لوړ پوړو حکومتي او پوځي چارواکو ته د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) مشر د ملي امنيت او سيمې ترڅنګ د افغانستان په روانو حالاتو تفصيلي احوال تير کړی دی.

د پاکستان د وزیراعظم دفتر ويلي، وزیراعظم عمران خان او د هغه مرکزي وزیران او د بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبې اعلا وزیران د جمعې په ورځ (24 ستمبر) د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) مرکز ته ورغلي دي.

ويل شوي د دوی سره د پوځ د ځمکني، هوايي او سمندري ځواک مشران هم موجود وو.

د وزيراعظم دفتر ويلي، " قومي او پوځي مشرتابه ته د ملي امنيت او سيمې په اړه تفصيل احوال وړاندې کړی شوی چې تمرکز يې په افغانستان کې روان حالات وو".

د پاکستان د حکومتي او پوځي مشرتابه دغه لیدنه په داسې حال کې شوې چې په 15 اګست طالبانو کابل او د افغانستان زیاتره برخې نيولې او په اووم ستمبر يې لنډ مهاله کابينه اعلان کړې وه.

خو د طالبانو د کابينې اعلانولو نه وړاندې جنرل فېض حمید په څلورم ستمبر د کابل سفر کړی وو.

د افغانستان خبري رسنيو ویلي وو، د کابل په سفر کې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشرد حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار سره لیدلي او ورسره یې افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو په څرنګوالي خبرې کړې وې.

جنرل فېض حميد په کابل کې خبریالانو ته یوازې دومره ویلي وو چې "د پریشانۍ هیڅ خبره نشته هر څه به ټيک وي".

او بيا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د جنرل فېض د کابل د سفر په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ویلي وو،

"د پاکستان امنيتي کسان کابل ته راغلي وو يو هېت يې راغلی وو خپلې هغه اندېښنې يې زمونږ سره شريکې کړې چې دوی يې په دروازو (چمن او تورخم) کې لري څو مسلې يې یادولې، يو دا چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې زندانونو خلاص شوي دي د دوی د تشوېش (اندېښنې) وړ خلک د زندانونو نه باندې راوتلي دي نو هغه د پاکستان خاورې ته زیان رسوي نو په دې خاطر دوی دروازه تړلې ده او طالبانو ورته ډاډ ورکړو چې د افغانستان خاوره به د هیچا پرضد نه کاريږي".

په عېن حال کې د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي سره په نيويارک کې کتلي او د افغانستان د راتلونکې په اړه يې ورسره د پاکستان نظر شريک کړی دی.

په 23 ستمبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي وو، قرېشي په دغه ليدنه کې ټینګار کړی چې پاکستان په افغانستان کې ټولشموله سياسي جوړ جاړي ته ژمن دی. هغه زور ورکړی چې يواځې باثباته او ټولشموله حکومت په افغانستان کې لاس ته راوړنې سمبالولی شي کومې چې د کال 2001 نه وروسته شوي دي او د دې وړتيا به ولري چې د افغانستان خاوره به بيا ترهګر ونه کاروي.

قرېشي ویلي، په افغانستان کې نوی سياسي حقيقت مخې ته راغلی او طالبانو له پکار ده چې خپلې کړې ژمنې پوره کړي، د نړيوالې ټولنې اخلاقي زمه واري ده چې د افغانانو بشری مرستې وکړي.

هغه هيله څرګنده کړې چې نړۍ به بيا هغه غلطي ونه کړي چې افغانستان يواځې پرېږدي.

خو له دې وړاندې نزدې لس ورځې وړاندې امریکا ویلي وو په راتلونکو اوونيو کې د پاکستان سره خپلو اړيکو ته بيا کتنه کوي او واشنګټن د افغانستان د راتلونکې په اړوند خپله تګلاره جوړوي.

د رویټرز ترمخه د امريکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن په کانګرس کې د استازو د اېوان د بهرنيو چارو د کمېټۍ غړو ته په ښکاره اورېدنه کې ويلي وو، چې امریکا د پاکستان سره يو شمېر ګټې لري چې ځینې د امریکا په ګټه او ځينې ورسره په ټکر کې دي.

هغه ویلي وو "په دې کې يوه دا چې (پاکستان) د افغانستان د راتلونکې په اړه خپل داوونه پرله پسې دوامداره ساتي، بله دا چې د طالبانو غړو ته پناه ورکوي او يوه دا چې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې يې په ځينو ځايونو کې زمونږ (امریکا) مرسته هم کړې ده".

په اورېدنه کې قانون جوړونکو استازو دا غوښتنه هم کړې ده چې دا وخت دی چې امریکا د پاکستان سره اړيکو ته بيا کتنه وکړي، بلینکن ویلي انتظاميه به يې ډېر زر دا کار وکړي.