شاته

افغان فعالانو له ملګروملتونو وغوښتل چې په طالبانو فشار راوړي چې جونې ښونځي ته پرېږدي

واشنګټن – افغان ښځینه فعالانو د جمعې په ورځ له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په طالبانو فشار راوړي چې جونې ښونځیو ته پرېږدي او طالبان باید پرې نږدي چې د ښځو په وړاندې توپیري چلند وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېشن مشرې شهرزاد اکبر د ملګروملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې په خپلو انلاین خبرو کې وویل، "پرې نږدئ چې د طالبانو توپیري چلند نورمال شي."

"تاسو دا مه ګڼئ چې دا د افغان کلتور، اسلام او مذهب کومه برخه ده چې ښځې وځپل شي او له خپلو بنیادي بشري حقونو څخه محرومې کړای شي."

د افغانستان د پارلمان لومړنۍ ښځینه مرستیالې فوزیه کوفي دغه خبره ورغبرګه کړه.

"د ښځو او جونو ازادي، په هېواد کې د زده کړو په ګډون د هغه افغانستان نخښه ده چې له خپلو خلکو او نړۍ سره په سوله او دوستۍ کې ژوند کولای شي."

مېرمن چې له قطر څخه یې خبرې کولې چېرې چې هغه د اګسټ په وروستیو کې له خپلو ماشومانو سره تللې وویل، "تاسو د هغه افغانستان په اړه فکر مه کوئ چې ستاسو باوري شریک به وي چېرې خپل خلک ځپي او د ټولنې ۵۵ فیصده خلک پکې چې ښځې دي هېڅ ځای نه لري."

طالبان د اګسټ په ۱۵ نېټه کله چې د ولسمشر اشرف غني حکومت وپرځول شو په زور سره کابل ته ننوتل.

ورپسې اونیو کې هغوی خپله لنډمهاله اداره جوړه کړه په کومه کې چې هېڅ ښځینه غړې نه وه.

وسلوالو طالبانو هم ویلي، چې په یو مناسب وخت کې به جونې ښونځیو ته ولاړې شي خو تر اوسه یې یواځې د لومړنیو ښونځیو جونو ته اجازه ورکړې چې بېرته ښونځیو ته ولاړې شي.

د جونو منځني ښونځي او لیسې لا هم څنډې ته شوي دي.

کوفي وویل، دا هغه څه دي چې د طالبانو د لومړنۍ دورې (۱۹۹۶) پر مهال وو کله چې لنډ مهالي دا ډول کارونه تل پاتې شول.

افغان ښځینه فعالانو په دې ټینګار کاوه چې د جونو او ښځو تعلیم په اسلام او افغاني کلتور دواړو کې د هغوی حق دی.

ملګري ملتونه وايي، ۴.۲ میلیونه افغان ماشومان په ښونځیو کې نه دي داخل شوي، چې اکثرو پړه یې په کورونا اچول کېدای شي. له دغې ډلې څخه شاخوا ۶۰ فیصده یې جوني دي.
د کوچنیانو لپاره د ملګروملتونو د ادارې یو یونېسېف مشره هنریټا فور وویل، "مونږ باید دوی بېرته ښونځیو کې داخل کړو. مونږ باید دا باوري کړو چې دوی بېرته شاملېږي."

هغې وویل، "مونږ د لېرې واټن زده کړو یا ډیسټنس لرنېنګ څخه کار اخېستلای شو."

"مونږ اړتیا لرو چې ښځینه ښونکې بېرته ښونځیو ته ولاړې شي او مونږ زیاتو ښځینه ښونکو ته اړتیا لرو."

خو مېرمن کوفي وايي، ډیسټنس لرنېنګ په ټولګیو کې د زده کړو ځای نشي نیولای.

اکبر وویل، "زه اندېښنه لرم چې طالبان به په درسي کېرېکولم کې څه ډول بدلون راولي په ځانګړي ډول د جونو د زده کړو په برخه کې.

افغان روباټ جوړونکو د ښځینه ټیم ځوانې مشرې له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې افغان جونو ته دې په بهرنیو پوهنتونونو کې د زده کړې سکالرشېپونه ورکړل شي او په افغاني پوهنتونونو کې دې جونو او ښځو ته فرصتونه زیات کړای شي.

یو څه چې ښکاره دي هغه دا چې طالبان په واک کې د ښځو له راتلو سره مخالفت څرګندوي.