شاته

د امریکې د پوځ غېر سیاسي چارواکی د سياسي شخړې سره مخامخ دی

د امریکايي ځواکونو جواینټ جیفس اف سټاف یا د مشترکه ځواکونو د کمېټۍ مشر جنرل مارک مېلي پخواني صدر ډانلډ ټرمپ خپله د دغې منصب دپاره غوره کړی و ځکه چې جنرل مېلي ورته یو داسې سخت سړی ښکارېدو چې نېغه خبره کوي.

د امریکې د ایین ترمخه د ملک صدر د امریکې د مسلح ځواکونو تر ټولو لوی مشر یا کماڼدر اېن چیف وي. د وي او د رپورټ ترمخه، د شروع راهسې مېلي دا خبره څرګنده کړې وه چې د هغه بنیادي ذمه واري د یو لانجمن صدر حمایت په ځای د ايين تحفظ او دفا کول ده

د مېلي سره نژدې چارواکو وي او ای ته ویلي چې د هغه توجه په دي وه چې د اتحادیانو او حریفانو سره د تاو تریخوالي نه بغیر "سټرېټيجېک ثبات" ترلاسه کړي.

د جنرل مېلي کوښښ و چې خپل منصب د سیاست نه پاک وساتي خو د هغه ناقدین وايي په دې کوښښونو کې بعضې وخت د هغه عهده د سیاست ښکار شوي ده او هغه تن چې ځان یې د سیاست نه لرې ساتل غوښتل ځان یې د سیاسي بحث او لانجې بحث موندلی دی.

د 2020 احتجاجونه

د 2020 د جون په میاشت کې د وایټ هاوس سره نژدې په لفایټ چوک کې د افریقايي امریکني جورج فلویډ د پولیس په ولکه کې د مرګ په سر احتجاج کېدلو. پولیس او د نېشنل ګارډ ځواکونو په زور احتجاج کوونکی د چوک نه لرې کړل چې د هغه وخت صدر ډانلډ ټرمپ او د جنرل مېلي ترڅنګ نور لوړ رتبه چارواکي وکړي شي چې د چوک سره نژدې چرچ یا کلېسې ته ورشي.

صدر ټرمپ بیا د تصویرانو دپاره د بایبل په لاس د تاریخي چرچ مخې ته ودرېدلو.

جنرل مېلي صدر ټرمپ ترڅنګ چرچ ته په ورتګ معافي وغوښتله. د نېشنل ډېفېسن یونېورسټۍ زدکوونکو ته وېنا کې جنرل مېلي وویل "ما ته نه وو پکار چې هلته تللی وم."
جنرل مېلي صدر ټرمپ ترڅنګ چرچ ته په ورتګ معافي وغوښتله. د نېشنل ډېفېسن یونېورسټۍ زدکوونکو ته وېنا کې جنرل مېلي وویل "ما ته نه وو پکار چې هلته تللی وم."

د دې ورسته جنرل مېلي صدر ټرمپ ترڅنګ چرچ ته په ورتګ معافي وغوښتله. د نېشنل ډېفېسن یونېورسټۍ زدکوونکو ته وېنا کې جنرل مېلي وویل "ما ته نه وو پکار چې هلته تللی وم."

چرچ ته د ډانلډ ټرمپ د تګ سمدستي وروسته د دفاع وزارت یو چارواکي خبریالانو ته وویل چې نه خو د هغه وخت د دفاع وزیر مارک اېسپر او نه هم مېلي د چرچ مخې ته د تصویر اخیستلو خواهش لرلو د دوی فکر وو چې صدر د وایت هاوس نه بهر د احتجاچ دپاره په ځای شویو ځواکونو کتنه کول غواړي.

د ډانلډ ټرمپ د صدارت په اخیرۍ ورځو کې مېلي پوځ ته جاري کړی شوي بیان کې د جنورۍ په شپږمه نېتته په کانګرس د صدر ټرمپ د حامیانو د حملې غندنه وکړه.

جنرل مېلي او د پوځ د نورو څانګو مشرانو په کانګرس د حملې په اړه په یو یاداشت کې ولیکل "د 20121 د جنورۍ په شپږمه په واشنګټن کې د تشدد نه ډک اړی کړی د امریکې په کانګرس، په کېپیټل ( د کانګرس په ودانۍ) او زمونږ په اييني بهیر نېغ به نېغه حمله وه."

پوځي مشرانو وویل "مونږ د کېپيټل په ودانۍ کې دننه داسې ګامونه ولیدل چې قانون د عملدارۍ، د رای او د اجتماع د ازادۍ حق سره سمون نه خوري او چا ته دا حق نه ورکوي چې تشدد، عداري او بغاوت وکړي."

دا خبره هم رپورټ کېږي چې جنرل مېلي په کانګرس د حملې پړه په صدارتي انتخاب کې د ټرمپ په لهجه اچولي ده او د دې تشبیح یې په جرمني کې د نازي دور انتخاباتو سره ورکړې وه.

د واشنګټن پوسټ د خبریالانو کېرول ډي لیوننګ او فلېپ رکر په خپل کتاب کې ویلي په کانګرس د حملې په لړ کې مېلي په 1933 کې د جرمني په پارلېمنټ ذکر کړی و.

"پېرل" تنقید راپاروي

د ډانلډ ټرمپ د صدارت د اخیري ورځو حالات د واشنګټن پوسټ خبریالانو باب وډورډ او رابرټ کوسټا خپل کتا پېرل یا خطر کې بیان کړی دی چې په بنیاد یې ځینې ماهرین وايي یو یوارې بیا دا خبره کوي چې د مېلي چلند د پوځي او سېولین مشرانو ترمنځ تعلق ته زیان رسولی دی.

جنرل مېلي او د پوځ د نورو څانګو مشرانو په کانګرس د حملې په اړه په یو یاداشت کې ولیکل "د 20121 د جنورۍ په شپږمه په واشنګټن کې د تشدد نه ډک اړی کړی د امریکې په کانګرس، په کېپیټل ( د کانګرس په ودانۍ) او زمونږ په اييني بهیر نېغ به نېغه حمله وه."
جنرل مېلي او د پوځ د نورو څانګو مشرانو په کانګرس د حملې په اړه په یو یاداشت کې ولیکل "د 20121 د جنورۍ په شپږمه په واشنګټن کې د تشدد نه ډک اړی کړی د امریکې په کانګرس، په کېپیټل ( د کانګرس په ودانۍ) او زمونږ په اييني بهیر نېغ به نېغه حمله وه."

د امریکې د پوځ پخواني کرنېل اېن بي سي نیوز کې خپل مضمون کې لیکلي چې د مېلي ګامونو د پوځ او د سېولېین حکومت اهم تعلقات د تاوتریخوالي سره مخامخ کړي دي او پکار ده چې د دواړو ترمنځ اعتماد ته رسېدلی نقصان سم کړی شي. هغه زیاته کړه دغه واقعات دا اثرات هم څرګندوي کله چې یو صدر په هر حال کې په خپله چوکۍ پاتې کېدل غواړي.

د مېلي خلاف درعمل د چین جنرل لي ژاوچېنګ ته د هغه د دوو ټېلې فونونو ته تاویږي. د کتاب ترمخه د 2020 اکتوبر په دېرشمه جنرل لي سره خبرو کې مېلي هغه ته وویل چې که چېرې په چین د امریکې اېټمي حملې امکان و نه هغه یې خبروي، یعنې مېلي په جنرل لي ته اطلاع ورکوي

په کانګرس د حملې وروسته مېلي په دویم ځل چینايي جرنېل ته ډاډ ورکړو چې په امریکا کې ثبات دی او دا چې په جمهوریت کې کله نه کله خرابۍ هم رامنځته کېږ؟ي.

د دې نه علاوه کله چې صدر ټرمپ په صدارتي انتخاب کې د ماتي منلو نه انکار وکړو چې مېلي په پېنټګان کې لوړ رتبه پوځي مامورین سره خفته ملاقات وکړو. د پېرل ترمخه، په دغه ملاقات کې مېلي د اېټمي حملې سره تړلي پوځي افسرانو د حملې طریقه کار وریاد کړو او دا خبره یې یقیني کړه چې که چېرې د ایټمي حملې امر ورکړی شو نو دغه افسران به هغه (مېلې) خبروي.

د پېرل د انکشافاتو نه وروسته د ريپلېکن پارټۍ سېنېټر مارکو روبیو او د پوځ پخواني کرنېل الېګزېنډر وېڼدمېن د جنرل مېلي د استعفا غوښتنه کړې ده. سېنېټر روبیو ویلي جنرل مېلي د ټرمپ د کمزوري کولو کوښښونه کول.

مېلي د جمعې په ورځ وویل چې د جنرل لي سره په ټېلې فون د هغه خبرې د هغه په فرایضو او ذمه واریو کې شامل وو.

د پوځي چارواکو سره د اېټمي حملې په اړه د جنرل مېلې د ملاقات په باره کې د مېلي ترجمان کرنل ډېو بټلر وویل په دغه موضوع د مطبوعاتي رپورټونو نه پس مېلې د پېنټګان چارواکي د طریقه کار نه خبرول.

په پېرل کتاب کې د څرګندونو وروسته صدر جوبایډن د مېلي ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې په هغه "ډیر اعتماد" کوي.

چیرمېن جواینټ چېفس

د صدر د نامزدګۍ او د سېنټ د منظورۍ نه پس د چیرمېنجواینټ چېفس د څلورو کلونو پورې په دغه عهده دنده ترسره کوي. که صدر کمانډر اېن چیف یا د مسلح ځواکونو مشر دی خو کانګرس هم په مسلح ځواکونو د اختیار دلارې د جنګ د شروع کولو امر کولی شي.

په مسلح ځواکونو د سېولین حکومت واک اختیار ايين د کانګرس او د صدر ترمنځ تقیسم کړی چې د ملک تحفظ یقیني کړي شي او د دې سره سره د کانګرېشنل ریسرچ سروس ترمخه دا خبره هم یقیني کړی شوی چې د طاقت الات د امریکې جمهوریت کمزوری نکړي.

صدر بایډن په جنرل مېلي اعتماد څرګند کړي
صدر بایډن په جنرل مېلي اعتماد څرګند کړي

د وي او ای د رپورټ ترمخه د چیرمېن جواینټ چیفس عهده د پوځ د نورو ټولو افسرانو زیاته اوچته او ډیره معتبره ده، خو قانون چیرمېن جواینټ چیفس ته د پوځ د عملیاتو د مشرۍ اختیار نه دی ورکړی. چیرمېن جواینټ چېفس او د دفاع وزیر د صدر د پوخي مشیرانو په حېث خدمات ترسره کوي.

د کال 1986 یو قانون د صدر او د پوځي چارواکو د اخیتاراتو د کړۍ وضاحت کوي چې لومړی صدر، بیا د دفاع وزیر او د دې نه پس په جنګ کې شکیل د پوځ د څانګې کمانډر دی. د جواینټ چېفس په خای به په عراق کې د امریکې د پوځي هلو ځلو ذمه واري د سېڼرل کمانډ په غاړه ده چې مشري یې فرېنک مېکېنزي کوي.

د جواینټ چېفس په اداره کې د دې مشر یا چیرمېن، نایب چیرمېن او د پوځ د شپږو واړو څانګو، پوځ، سمندري‌ ځواکونو، هوايي ځواکونو، مېرینز، سپېس فورس او د نېشنل ګارډز بیورو مشران شامل وي.