شاته

سپینه ماڼۍ: د کورونا دریم ډوز واکسین اخېستلو ته تیار دی

واشنګټن – په سپینه ماڼۍ کې د کورونا د غبرګون ډلې د جمعې په ورځ وویل، د کورونا دریم ډوز واکسین ورکولو ته تیار دی.

تر دې مخکې، د امریکا ولسمشر جو بایډن د ورځې په سر کې ټول هغه کسان هڅولي وو چې د واکسین د دریم ډوز اخیستلو ته برابر وي.

په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (سي ډي سي) اعلان وکړ چې هغه کسان کولای شي د فایزر دریم ډوز واکسین واخلي چې لږ تر لږه شپږ میاشتې مخکې یې دغه واکسین اخیستی وي.

سي ډي سي ویلي، په دې پړاو کې هغه کسان دریم ډوز اخیستلی شي چې عمرونه یې ۶۵ کاله او یا تر هغې لوړ وي او همدارنګه د لومړۍ کرښې کارکونکي چې په هغو کې ښونکي، روغتیايي کارکونکي او نور داسې کسان شامل دي چې د کورونا د اخیستلو له ګواښ سره مخ دي.

دوی دا هم ویلي، که یو څوک نازک روغتیايی حالت او یا نورې روغتیايي مسلې ولري نو د ۵۰ کلنۍ څخه تر ۶۴ کلنو پورې کسان هم دریم ډوز واکسین اخېستلی شي.

د سپینې ماڼۍ د کورونا د غبرګون ناظم جېف زېنټس ویلي، د سي ډي سي د دې سپارښتنو له امله اوس ۶۰ میلیونه کسان د تېرو واکسیونونو د اخېستلو څخه وروسته د شپږو میاشتو په پوره کېدو سره د دریم ډوز اخېستلو ته برابرېږي.

هغه دا هم وویل، چې ۲۰ میلیونه کسان همدا اوس په شراطو برابر دي او کولای شي یو له هغو ۴۰۰۰۰ فارمسیانو څخه یوې ته د واکسین اخېستلو لپاره د همدې جمعې په ورځ ورشي.