شاته

طالبان وايي، د تيزندۍ او لاسونو پرېکولو سزاګانې به عملي کوي

د طالبانو د زندانونو د ادارې سرپرست ملا نور الدين ترابي ویلي، د اسلام قوانين به په ځای کوي او د تيزندۍ او د لاسونو پرېکولو سزاګانې به ورکولی شي.

ترابي چې د طالبانو د بنياد اېښودونکو څخه دی د طالبانو په مخکنۍ واکمنۍ کې د امر باالمعروف او نهې عن المنکر مشر وو، د طالبانو په دغه رژيم کې د کال 1996 نه تر 2001 پورې سخت اسلامي قوانين نافذ وو او ترابي ويلي هغه قوانين بيا عملي کولی شي.

ترابي چې اوس 60 کلن دی د طالبانو په کابينه کې شامل دی او هغه د ملګرو ملتونو د بندېزونو په فهرست کې هم شامل دی.

د اېسوسې اېټډ پرېس سره په مرکه کې هغه ويلي، طالبانو چې پخوا کومې سزاګانې ورکړي او کله کله به يې په مېدانونو کې سزاګانې ورکولې، هغه دغو سزاګانو ته د نورو غبرګون رد کړی او نړۍ ته يې خبرداری ورکړی چې د افغانستان په نوې واکمنۍ کې لاس وهنه نه کوي.

ترابي ويلي، "هر څوک په دې نيوکې کوي چې دوی (طالبانو) په مېدانونو کې په ښکاره سزاګانې ورکړي، خو مونږ د دوی د قوانينو د سزاګانو په اړه څه هم نه دي ويلي. مونږ ته دې څوک نه وايي چې زمونږ قوانين به څه وي. مونږ به د اسلام پېروي کوو او د قران قوانين به جوړوو".

نړۍ د طالبانو په مخکني رژيم کې د دوی هغه سزاګانې رد کړې وې چې دوی به ښکاره په مېدانونو کې ورکولې او د سلګونو په شمېره کې به ورته خلک ولاړ وو.

د طالبانو په تيره واکمنۍ کې قانون وو، چې په وژنه کې ککړ مجرم ته به د وژل شوي تن کورنۍ سزا ورکوله او د قاتل په سر به يې يو ډز کولو او ديت به هم قبلېدو، د غلو دپاره د لاس پرېکولو سزا وه او چا چې به په غټو لارو غلاګانې کولې د هغو نه بې لاس او پښه دواړه پرې کول.

ترابي ویلي، دې ځل له به د ښځو په شمول قاضيان وي، د قضيو اورېدنه به کيږي، خو د افغانستان د قوانينو بنياد به قران وي، او د هغې مطابق به سزاګانې ورکړی کيږي.

"لاس پرې کول د امنيت دپاره ډېر ضروري دي". هغه ويلي دا ښې اغېزې لري او کابينه ګوري چې سزاګانې په ښکاره ورکړي که ور نه کړي، "پاليسي جوړولی شي".

په دې وروستيو کې طالبانو په کابل کې په وړو غلاګانو کې ځينې داسې سزاګانې ورکړي لکه چې مخکې به يې ورکولې د خلکو مخونه یې تور کړي او په بازار کې يې ګرځولي دي.

د طالبانو په مخکنۍ واکمنۍ کې ترابي اول ښځې جرنلسټانې لرې کړې وې خو اېسوسي اېټډ پرېس ته يې ویلي دي دوی اوس د "تير په پرتله بدل شوي يو".

په 15 اګست چې طالبانو کابل نيولی او وروسته یې کابينه جوړه کړې په کابل کې یې جرنلسټان د مظاهرو نه ودرولي او ځينې يې نيولي او جرنلسټانو ویلي وو تشدد يې پرې کړی دی.

طالبانو دغو مظاهرو ته غېر قانونه ویلي او جرنلسټانو ته يې د دغه ډول مظاهرو د کورېج نه کولو ويلي وو.

ترابي ویلي، اوس به طالبان ټيلي ويژن، موبايل ټیلیفون، عکسونه او ویډيوز اجازه وي ځکه چې دا د خلکو دپاره ضروري دي او دوی دې ته جدي دي.

هغه ويلي طالبان اوس د میډيا د لارې خپل پېغام په ملينونو خلکو ته رسولی شي. او زياته کړې يې ده که سزا په ښکاره ورکولی شي خلک به یې عکسونو او ويډیو جوړولو ته پرېښودی شي چې دوی يې خپروي او د هغې به ښې اغېزې وي.