شاته

طالبان او ايغور يو بل ته په کوم نظر ګوري، راپور

په افغانستان کې د طالبانو واک ترلاسه کولو وروسته ایغور وايي د افغانستان حالات څاري. په نېدرلېنډ کې د ايغور مسلمانانو د حقونو دپاره کارکوونکی عبدالغني سابت چې د چين په سنکيانګ سيمه کې د مسلمانانو د ايغور لږکيو غړی دی وي او اې ته ويلي د طالبانو د هغو مسلمانانو په اړه بيانونه څاري څوک چې د هغه په وېنا په ګرده نړۍ کې ځورول کيږي.

هغه ویلي" طالبانو د فلسطين، کشمير او په نوره نړۍ کې د ځورېدونکو مسلمانانو دپاره غږ پورته کړی خو طالبان د افغانستان سره په پوله د چين په سينکيانګ صوبه کې نزدې د 12 ملينو نه زیاتو ايغور مسلمانان په اړه غلي پاتې دي د چا په اړه چې د بشري حقونو د پاره کارکوونکې ډلې د دوي سره کيدونکی زور زياتي په ګوته کړی دی.

د بشري حقونو د بخښنې نړيواله اداره اېمنسټي انټرنېشنل او د بشري حقونو د څار اداره هيومېن رايټس واچ په چين تور لګوي چې د يو ميلين نه زيات ايغور او ترک مسلمانان يې په حراستي کېمپونو کې ساتلي چرته چې دوی د خپل مذهب اسلام نه اړولو هڅې کيږي چې دوی دې خپل نظر بدل کړي او د چين د کميونسټ پارټۍ سره ملاتړ اعلان کړي.

چين تل دغه تورونه رد کړي دي او وايي دا حراستي مرکزونه نه بلکې د تربيي ورکولو مرکزونه دي او هغو خلکو ته تربيه ورکول کيږي چې بېلتون خوښه، مذهبي تندروي او ترهګره فکر يې ذهنونه خراب کړي دي.

د طالبانو او ايغورو اړيکې

د مينځۍ اسيا ډير پوهان هڅه کوي چې د طالبانو او ايغور اړيکې مالومې کړي، د طالبانو تحريک د ګڼو نسلي غړو سياسي تحريک دی او ايغور يواځې يوه نسلي ډله ده، په دوی کې ډېر په چين کې اوسي او د افغانستان د خلکو په څېر عقيده لري.

ابراهيم بهيس چې د انټرنېشل کرايس ګروپ نومې اداره کې د افغانستان په اړه څيړنې کوي وايي د طالبانو د راجوړيدو د ساخت په وجه دې ته يو تحريک ويل کېدی شي څنګه چې دا په جنوب کې راوټوکېده او په نور ملک کې خور شو، دوی د يو بل سره د عقيدې په بنياد يو والی وموند او نورې ډلې پکې هم شاملې شوې ځکه دا سياسي وجود لري او دوی نسلي بنياد نه لري.

سابت او نور مذهبي علما وايي د عقيدې په بنياد ډير ايغور چې ځان ته پاخه مسلمانان وايي او دوی په چين او افغانستان کې د سني فرقې حنفي مسلک سره تعلق لري.

په واشنګټن کې د ايسټ ترکستان د بېدارۍ د غورځنګ مشر او باني صالح هدایار وايي زياتره ايغور په خپلو اسلامي عقايدو او د هغې په عملي کولو او پوهه کې روښانه فکره دي.

هغه ويلي "د طالبانو په څېر نه دي، ايغور د ښځو او ماشومانو د حقونو خيال ساتي، په خاصه توګه د ښځو تعليم ته درناوی لري، زياتره ايغور د طالبانو سره خواخوږي نه لري، او د يو تندروه په سترګه ورته ګوري" هدايار وي او اې سره په خبرو کې ويلي هغه طالبانو ته د سخت دريځه په سترګه ګوري او د هغوی د اسلام عملي کول د اسلام د تعليماتو سره سمون نه خوري او طالبان مذهب د سياست په توګه کاروي اود افغانانو بنيادي يې د پښو لاندې کړي دي.

طالبان او چين

سابت وايي که طالبان د ايغور مسلمانانو د پاره اواز پورته کړي نو دغه کار يې په نړۍ کې سم تشخص سېوا کولی شي خو ورسره دوی د چين د مرستو نه هم محرومه کېدی شي.

پوهان وايي چې کله په نړۍ کې د مسلمانانو د مسلو په اړه خبره راشي نو طالبان اوس په هغې د اواز پورته کولو کې انتخاب کوي ځکه چې دا اوس يو تحريک نه دی پاتې، او اوس د يو ملک استازيتوب کوي.

د طالبانو حکومت هم هڅه کوي چې د چین سره ښې اړيکې جوړې کړي او د افغانستانو ضرورت د سره کړي.

ابراهيم بهيس وايي " چين يو د هغو هېوادونو نه دی چې توان او خواهش لري چې د طالبانو سره همکاري وکړي".

ايغورتندلاري په افغانستان کې

په نهم ستمبر د چين سرکاري خبرپاڼې د طالبانو د قطر د دفتر د سياسي ویاند سهېل شاهين نه پوښتنه کړې چې طالبان به د بيجنګ په غوښتنه د ايسټ ترکستان اسلامک مومنټ غړي چين ته وسپاري؟ په ځواب کې شاهين ويلي د دوحې د تړون وروسته په دغو کې ډېرو افغانستان پرېښودی ځکه چې دوی (طالبانو) په کلکه ويلي چې د افغانستان خاوره به د چين په ګډون د ګاونډيانو پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د ملګرو د ملتونو د جون د مياشتې د رپورټ ترمخه د تندوره ډلې ايسټ ترکستان اسلامک مومنټ غړي جلاوطن شوي څوک چې په سوونو غړي لري. ايسټ ترکستان اسلامک مومنټ ملګرو ملتونو ترهګره ډله ګرځولې خو امریکا تير کال په نومبر کې دغه ډله د ترهګرۍ د نوملړ څخه ويستې وه.

بهيس وي او اې ته ويلي، هغه نه ګڼي چې طالبان به په مياشتو يا کلونو کې دغه خلک د ملک څخه اوباسي، ځکه د طالبانو په ليکو کې د ایغور خواخوږي شتون لري او دغه کار به دوی ته شخړه جوړه کړي او طالبان د دغه غبرګون ويره لري.

په جارج واشنګټن پوهنتون کې د (وار ان دې ايغورز) کتاب ليکوال او د نړيوالو پرمختيايي مطالعو د پروګرام مشر سېن روبرټ ویلي، طالبانو کله هم په چين کې د ايغورو په اړه څرګند دریځ نه دی لرلی خو په افغانستان کې يې د ايغورو په اړوند د چين سره مرسته کړې ده.

هغه ويلي د 90 د لسیزې په وروستيو کې چين د طالبانو نه غوښتي وو چې په افغانستان کې مېشت ايغور د ايغور د ازادۍ دپاره غږ پورته نه کړي يا د چين دپاره خطر جوړ نه شي، او داسې ښکارېده چې طالبانو ايغور داسې ساتلي وو چې دوی د 90 په لسیزه کې او 2000يم په پېل کې چين ته خطر نه وو جوړ شوي او نه يې د خپلو بشري حقونو دپاره هلې ځلې کړې وې.

ټول ايغور د تندلارو په شا نه دي ولاړ

روبرټ ويلي زیاتره ايغور مذهب د خپلو سياسي او بشري حقونو دپاره د سياسي وسيلې په توګه نه کاروي او 9/11 وروسته ډېرو ايغور د تندلارو ملاتړ نه دی کړی.

عبدالغني ثابت هم دغه خبره کوي، هغه ويلي ايغور مذهبي سخت دریځه او ترهګر نه دي او نه يې د طالبانو په څېر مذهبي سياسي تحریک جوړ کړی، او د امريکا د ترهګرۍ پرضد جګړې پېل کولو وروسته چين په غلطه توګه په ايغورو د مذهبي تندروو تور لګولی دی.