شاته

صدر بایډن به د "کواډ" ملکونو د سر مشرانو غوڼدې کوربتوب کوي

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ د "کواډ" ملکونو د سرمشرانو غونډې کوربتوب کوي. د کواډ هدف د هند ـ حرالکاحل په سیمه کې د چین مخنیوی کول دي.

صدر بایډن به په وایټ هاوس کې د هندوستان، اسټرېلیا او جاپان د مشرانو سره د کرونا وېکسین، سیمه ييزې بنیادي اسانتیاو، موسمي بدلون، امنیت او د کمپیوټر ټېکنالوجۍ په اړه خبرې کوي.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه یو امریکايي چارواکي خبریالانو ته ویلي د کواډ په غونډه کې به په رسمي ډول د چین په اړه خبرې نه کېږي بلکې په دې خبره به ټینګار کېږي چې د هند بحرالکاحل ازاده او خلاصه علاقه وي، چې مطلب یې دا دی چې کمیونسټ چین به په علاقه بالادستۍ ته نه پرېږدي. دغه سیمې نه د جهازرانۍ نړیوالې لارې هم تېرېږي.

ای اېف پي وايي د کواډ غونډه دا خبره څرګندوي چې افغانستان نه د انخلا وروسته امریکې اوس توجه په نړیواله کچه سفارتکارۍ ته اړولي ده.

د امریکې د حکومت یو چارواکي وویل د صدر بایډن حکومت په دې خبره پوهه دی چې د یوېشتمې پېړۍ مشکلات به د اېنډو پېسېفېک په سیمه کې رامنځته کېږي.

د امریکې حکومت مامورین وایي توقع ده چې د کواډ په غونډه کې به د وېکسین د ترسیل په اړه تګلاره هم اعلان کړی شي.

د کواډ د غونډې نه وړاندې په سیمه کې د ازاد دتجارت دپاره د "کامپريهېنسیو اېڼد پروګرېسیو اېګریمنټ فار ټرېنس پېسېفېک پارټنرشپ" نومې تنظیم کې د شمولیت خواست وکړو.