شاته

بایډن په کابل کې د ډرون برید په اړه د سرتاسري تحقیقاتو ننګه کوي 

د امریکا ولسمشر جوبایډن د هغه برید په اړه د سرتاسري تحقیقاتو ننګه کوي چې په کابل کې ولسي خلک په کې ووژل شول.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي نن دوشنبه سپتمبر ۲۹ (وږي۲۹) وویل چې نن سهار ولسمشر بایډن د دغه برید په اړه راپور وکړل شو او هغه د بېړني اقدام غوښتنه وکړه.

مېرمن ساکي وویل چې دا برید په تېروتنې سره شوی دی: «د هر ملکي ژوند ضایع کېدل تراژیدي ده.»

له مېرمن ساکي څخه وپوښتل شول چې ایا له تحقیقاتو وروسته به هغو کسانو ته چې په برید کې دخیل وو، سزا ورکړل شي او یا توبیخ شي، وویل چې مهمه ده چې معلومه شي دا برید کله او په کوم وضعیت کې شوی دی.

څو ورځې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان وویل چې د امریکا له لوري په کابل کې په هوايي برید کې د «تېروتنې» منل لومړی ګام دی او باید نور تحقیقات وشي.

امریکایي چارواکي وايي دوی په کابل کې په هوايي برید کې د داعش جګړه ماران نه، بلکې «ولسي خلک وژلي» او دا یوه دردوونکې پېښه ده.

د بخښنې د نړیوال سازمان ارشد سلاکار براین کاستنر په دې اړه وویل: «امریکا باید د دغې پېښې په اړه د شفافو او بي پرې پلټنو ژمنه وکړي.‌ هر چا چې جرم کړی وي، باید عادلانه محکمې ته وړاندې کړل شي.»

هغه په دغې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې د قربانیانو کورنۍ ته باید د تحقیقاتو په اړه معلومات‌ او همدغه راز پوره تاوان ورکړل شي.

دا څرګندونې د امریکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قومندانۍ د قومندان جنرال فرنک مکنزي له خبرو وروسته کیږي. هغه د کابل دا هوايي برید «یوه غمجنه تیروتنه» بللې وه.

جنرال مکینزي تېره ورځ وویل: «زه اوس دا منم چې له بده مرغه په دې برید کې د اوو ماشومانو په ګډون لس ولسي خلک وژل شوی دي. همدارنګه زمونږ ارزونه ښيي‌ چې موټر او وژل شویو کسانو د داعش د خراسان له ډلې سره تړاو نه درلود او امریکایې ځواکونو ته ورڅخه مستقیم ګواښ متوجه نه و.»

جنرال مکنزي د دغې تیروتنې له امله بښنه وغوښته او ویې ویل چې متحده ایالات د قربانیانو کورنۍ ته د تاوان په ورکولو باندې فکر کوي.