شاته

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپل سیاسي مشن فعالیت تر شپږو میاشتو وغځولو

د ملګرو ملتونو سکیورټي کاونسل یا امنیتي شورا د جمعې په ورځ د متفقه رای دلارې په افغانستان کې د خپل سیاسي مشن فعالیت د اینده شپږو میاشتو پورې وغځولو.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مشن په اړه قرارداد ناروی او استونیا په مشترکه ډول لیکلی و او په سکیورټي کاونسل کې په متفقه ډول منظور کړی شو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مشن غځېدو د لارې به د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه وخت ترلاسه کړی شي چې وګوري طالبان څنګه حکومت کوي؟

په اینده میاشتو کې به قرارداد دا خبره یقیني کوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مشن د انساني حقونو د څارنې، زور زیاتې نه د ماشومانو او ملکی کسانو د محفوظ ساتلو او د فېصله سازۍ په هره سطح د مېرمنو د مساوي او مکمله برخه اخیستلو د ملاتړ کار سر ته ورسوي.

ناروی او استونیا په مشترکه بیان کې وویل په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مشن د غځولو متفقه قرارداد دا پېغام وړاندې کوي چې دوی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کوښښونو په شا ولاړ دي.

په ملګرو ملتوو کې د امريکې استازي لېڼدا تامس ګرین فیلډ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو هلې ځلې اهمې وبللی او ویې وېل ملګرو ملتونو ته پکار دي چې د افغانانو خدمت او د هغوی د انساني حقونو او بنیادي ازادیو تحفظ وکړي.

د واک ترلاسه کولو طالبانو ویلي د افغانانو د بنیادي حقونو احترام به کوي خو نړیوالې ټولنې په طالبانو تنقید کړی چې په خپله موقتي کابینه کې یې مېرمنې نه دي شاملې کړي.