شاته

قطر: له افغانستان څخه لسګونه نور بهرنیان واېستل شول 

په قطر کې چارواکي وايي د جمعې په ورځ سپتمبر ۱۷ (وږي۲۶) یوې الوتکې د کابل له نړیوال هوايي ډګر څخه ۱۷۹بهرني اتباع واېستل.

په دغې الوتکې کې د امریکا د متحدو ایالتونو، بریتانیا، جرمني، بلجیم، کوروشیا، هالنډ او ایټالیا وګړي لېږدل شوي دي خو چارواکو نه دي ویلي چې ایا افغانان هم په دغې الوتکې کې وو که نه.

د امریکا حکومت د اګست په ۳۱ په افغانستان کې د تخلیې ماموریت پای ته ورساوه او له هغه وروسته دا درېیمه «دربست/کرایه» شوې الوتکه ده چې له افغانستان څخه خلک انتقالوي.

په همدې حال کې د افغانستان د بیا پخلاینې په برخه کې د امریکا ځانکړي ‌استازي‌ زلمي خلیلزاد د دغه کار هرکلی کړی دی.‌

هغه په خپل ټویټر کې لیکلي دي‌ چې خوشحال دی نور امریکایان هم له افغانستان څخه واېستل شول.

نوموړي د ولسمشر جوبایډن د خبرو په استناد ویلي دي چې له افغانستان څخه د امریکايي اتباعو د اېستلو لپاره ضرب الاجل نشته او هر کله چې وغواړي «کورته ستانه شي «موږ به یې وباسو».

دا خلک د قطر په یو کاروان کې هوايي ډګر ته انتقال کړل شول. قطر له طالبانو سره یوې موافقې ته رسېدلی چې هغو خلکو ته چېد سفر قانوني‌ اسناد لري او له افغانستان څخه وتل غواړي، طالبان به ورته مصئونه لار ورکوي.

له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته قطر یوه تخنیکي‌ ډله کابل ته واستوله چې د هوايي ډګر په بیا فعالېدو کې د طالبانو له حکومت سره مرسته وکړي. قطر له طالبانو سره نژدې اړیکې لري او له څو کلونو راهېسې په دغه هېواد کې د طالبانو سیاسي دفتر دی.

امریکایي چارواکي وايي د اګست په دوو وروستیو اونیو کې یې له افغانستان څخه شاوخوا ۱۴۰زره کسان اېستلي دي.