شاته

بلینکن: پر طالبانو بندیزونه نه لیرې کیږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن وایي که طالبان د ترهګرۍ ضد مبارزې، د سفر د آزادۍ او بشري حقونو په برخه کې خپلې ژمنې پوره نکړي " له نورو بندیزنو سره مخ کیدای شي."

امریکا وایي چې پر طالبانو به اوسني بندیزونه لیرې نکړي، خو غواړي په هغه هیواد کې اسیب پذیره افغانانو ته د مرستو د رسیدو په برخه کې ځان مطمین کړي.

ښاغلي بلینکن د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ (وږې ۲۳) د امریکا د اداراتو او غیر دولتي بنسټونو له لارې افغانانو ته د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه. امریکا تر دې یوه ورځ مخکې ژمنه وکړه چې له افغانانو سره به د بشري مرستو په هدف کابو ۶۴ میلیونه ډالره ځانګړي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سپټمبر په ۱۴ ددغه هیواد د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې له افغانستان څخه د تیرې میاشتې د تخیلې د بهیر په اړه د سناتورانو د سختو پوښتنو سره مخ شو. نوموړی له دې یوه ورځ‌ مخکې د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته هم غوښتل شوی وو.

د سه شنبې د ورځې په درې نیم ساعته استعماعیه غونډه کې، ښاغلي بلینکن وویل، د واشنګټن اضافه مرسته به ښوونځیو ته د نجونو د تګ او د ډیرو ماشومانو د ملاتړ په ګډون "صحي او خوراکي اړتیاوي پوره کړي، د میرمنو، ماشومانو او اقلیتونو د خوندیتوب اندیښنې به لیرې کړي."

بلینکن همدارنګه سناتورانو ته وویل چې هغه به د افغان میرمنو، نجونو او اقلیتونو د ملاتړ په برخه کې د تمرکز لپاره د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړی چارواکی وګماري.

د امریکا له نوې مرستې سره چې طالبانو ته نه ورکول کیږي او په مستقیم ډول پر افغانانو ویشل کیږي، په روان مالي کال کې له افغانانو سره د امریکا مرستې ۳۳۰ میلیونو ډارو ته رسوي.

بلخوا نړیوالې ټولنې د دوشنبې په ورځ سپټمبر ۱۳ (وږې ۲۲) په سویس کې په یوه کنفرانس کې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په هدف د څه باندې ۱.۲ میلیاردو ډالرو ژمنه وکړه.

دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړ شو چې ملګرو ملتونو د روان کال تر پایه له ۱۱ میلیونو افغانانو سره د خوړو، صحي خدماتو، سرپناه او نورو اړینو ضرورتونو د پوره کیدو په هدف د ۶۰۶ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې وه.

د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر باب مننډز وویل دا چې اوس له طالبانو وغوښتل شي چې په خپلو تعهداتو ودریږي او د یوې متفاوتې نتیجې توقع وشي "یو ډول یوه بیځایه" توقع ده. نوموړي له نورو هیوادونو هم وغوښټل چې طالبان په رسمیت ونه پيژني.

مننډز زیاته کړه:"موږ اوس پوهیږو چې طالبانو د سیاسي لارې تعقیب ته پام نه کاوه. هغوی له القاعده سره د اړیکو د شلولو پلان نه درلود ، په واضح ډول یې میرمنو ته میز کې خپل قانوني حق نه ورکاوه او په ټولنه کې یې په بشپړ ډول د ګډون اجازه نه ورکوله."

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، نړیوالو مرستندویه موسسو په هغه هیواد کې د بشري‌ او اقتصادي کړکیچ د رامنځ ته کیدو خبرداری ورکړ.

حتی مخکې له دې چې طالبان واکمن شي، ملګرو ملتونو راپور ورکړی وو چې په افغانستان کې ۱۸ میلیونه کسان چې د هغه هیواد نیم نفوس کیږي، بشري مرستو ته ضرورت لري.