شاته

سي آی اې: د القاعده او داعش ملاتړي افغانستان ته د ستنیدو هڅه کوي

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، اوس داسې زیاتیدونکې نښې شته چې د القاعده او اسلامي دولت ډلې پلویانو دې جګړه ځپلې هیواد ته سترګې نیولې دي.

د هغو لومړنیو راپورونو له مخې چې تیره اوونۍ خپاره شول، ښکاره کوي چې ددغو دوو "ترهګرو" ډلو پلویان افغانستان ته د تللو لیوالتیا لري ، خو د امریکا یوه استخباراتي چارواکي د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۱۴ (وږې ۲۳) وویل ددغو ډلو یو شمیر تندلارو له وړاندې د افغانستان په طرف خپل سفر پیل کړی دی.

د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې مرستیال ډیویډ کوهن له واشنګټن ډي سي ښار څخه بهر وویل داسې روښانه نښې شته چې په افغانستان کې د القاعده تحرکات پیل شوي او خبرداری یې ورکړی چې ښايي القاعده شبکه تر یو کال پورې په افغانستان کې ځان بیا ورغوي خو د هغه په وینا، امریکا به له نږدې څخه ددې شبکې پر فعالیت څار ولري.

خو د امریکا استخباراتي چارواکو د القاعده د هغو غړو په اړه چې افغانستان ته روان شوي نه مشخص معلومات ورکړل او نه یې هم روښانه کړه چې هغوی له کوم ځایه افغانستان ته داخلیږي.

بلخوا په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې امین الحق ته یوه منسوبه ویډیو خپره شوه چې ننګرهار ولایت ته ستون شوی دی. امین الحق د القاعده شبکې پورې یو تړلی کس دی چې د توره بوره په سیمه کې د القاعده شبکې له بنسټ ایښودونکي اسامه بن لادن سره یوځای جنګیده.

بلخوا یو شمیر نور استخباراتي سازمانونه شک لري چې د القاعده د دویم نمبر کس سیف العدل په شان کسان هم ممکن افغانستان ته ستانه شي.

افغانستان ته د القاعده د ستنیدو په اړه د امریکا د استخباراتي چارواکو خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې یو شمیر شنونکو هم خبرداری ورکړی چې افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل شي.

د ملګرو ملتونو د ټیم همغږي کوونکی اډمونډ فیټون براون چې داعش، القاعده او طالبان تر نظر لاندې لري، افغانستان ته د ترهګرو ډلو د ستنیدو په اړه د جمعې په ورځ په یوه بحث کې وویل"هیڅ شک نشته" ځکه د هغه په وینا د یادو ډلو غړي افغانستان ته د ستنیدو په اړه لیوال دي.

په واشنګټن ډي سي کې د منځني ختیځ د څیړنیز مرکز شنونکی چارلس لیسټر هم په افغانستان کې د القاعده د پلویانو او د هغوی د رقیبې ډلې داعش د ظهور په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

استخباراتي چارواکو امریکا غږ ته تائید کړې چې حتی له افغانستان څخه په بشپړ ډول د بهرنیو قواوو له وتلو مخکې ، د داعش او القاعده ترهګرو ډلو بهرنیو تندلارو هغه هیواد ته د ستنیدو لیوالتیا درلوده.

یو شمیر شننونکو ویلي دي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو او د هغوی د متحدینو له وتلو وروسته، اوس ددغو تندلارو د څار مسله ستونزمنه شوېده.

د سي ای اې مرستیال ډیویډ کوهن پر دې موضوع په اعتراف سره وویل چې د تیرو شپږو میاشتو په شان په افغانستان کې توانایي نلري، خو هغه ټینګار وکړ چې امریکا او متحدین یې له افغانستان څخه د معلوماتو د راټولیدو په برخه کې تجربه لري.

د امریکا دغه استخباراتي چارواکي وویل امریکا به په افغانستان کې د فزیکي حضور پرته، د امکان تر حده د اړتیا وړ معلومات ترلاسه کړي.

د امریکا د دفاعي استخباراتو رئیس جنرال سکاټ بریر ویلي دي چې محتاطانه استخباراتي ارزونې ښکاره کوي چې یو یا دوه کاله به وخت ونیسي چې القاعده په افغانستان کې خپله توانایي تر هغه حده ورسوي چې د امریکا خاورې ته تهدید متوجه کړي.

له ترهګرۍ سره د غربي هیوادونو د مبارزې چارواکو او په سیمه کې د مرسته رسونکو سازمانونو کارکوونکو خبرداری ورکړی دی چې القاعده ممکن په ټیټه کچه په افغانستان کې خپل فعالیتونه وساتي ، خو د داعش خراسان خاښه له میاشتو راهیسې د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې دې ډلې ته د بنسټونو د جوړیدو لپاره په فعالیت بوخته ده.