شاته

د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پریکړه لیک کې څه ویل شوي؟

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو دوشنبې اګست ۳۰ (وږي۸) د افغانستان په هکله تازه پریکړه لیک منظور کړي.

په پریکړه لیک کې چې مسوده یې متحده ایالاتو، بریتانیې او فرانسې ترتیب کړې وه، د طالبانو غوښتل شوي چې پخپلو ژمنو دې ودریږي او هغو افغانانو ته چې غواړي هیواد پریږدي، اجازه ورکړي چې په آزاده توګه سفر وکړي.

سره لدې چې د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون د کابل د هوایي ډګر په شاوخوا کې د خوندي سیمو د جوړلو غوښتنه کړې وه خو د امنیت شورا په پریکړه لیک کې پدې هکله څه ندي ویل شوي.

دې تازه پریکړه لیک ته ۱۳ مثبتې رایې ورکړل شوې. روسیې او چین رایه نده ورکړې.

د پریکړه لیک په یوې برخې کې راغلي، "شورا د طالبانو نه توقع لري چې افغانانو او بهرنیو اتباعو ته دې په خوندي او منظمه توګه د افغانستان نه د وتلو اجازه ورکاندي.

په پریکړه لیک کې د طالبانو د اګست د میاشتې د ۲۷ مې نیټې اعلامیې ته اشاره شویده چې پکې ویل شوي و، " افغانان کولی شي د هوا او ځمکې د لارې د هرې پولې نه چې غواړي هر وخت د افغانستان نه بهر سفر وکړي. "

د امنیت شورا ویلي د طالبانو نه توقع لري چې پخپلو همدې ژمنو ودریږي.

په همدې حال کې د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون ویلي چې د بریتانیې سره په ګډه د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې په کابل کې د خوندي سیمې د جوړیدو لپاره د یو پریکړه لیک مسوده امنیت شورا ته وړاندې کوي.

ښاغلي مکرون ویلي هیله لري چې دا پریکړه لیک به کامیاب وي ځکه هغه وایي "هیڅوک د بشري پروژو د خوندیتوب خلاف ندی. "

په پریکړه لیک کې همدارنګه په طالبانو غږ شوی چې ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو ته دې په "بشپړه، خوندي او پرته له خنډه" اجازه ورکړل شي چې بشري همکاري وکړي.

د امنیت شوراپه پریکړه لیک کې پدې اهمیت ټینګار شوی چې د ماشومانو، میرمنو او اقلیتونو د حقونو په ګډون دې بشري حقونو ته درناوی وشي، او ټول ګوندونه هڅول شوي چې ټول شموله او د خبرو اترو د لارې داسې سیاسي موافقه دې وکړي چې میرمنو ته پکې "بشپړ، معنی لرونکې او برابر" استازیتوب ورکړل شوی وي.