شاته

ملګري ملتونه: افغانستان کې 'لوی بشري' ناورین پیل شوی 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې له افغانستان څخه د تخلیې د ماموریت په ختمېدو سره په هغه هېواد کې 'لوی بشري ناورین' په پیلېدو دی.

د دغې کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي د دوشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي۸) له نړیوالو وغوښتل چې د دغه بحران په مخنیوي کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

نوموړي همدغه راز وویل چې باید د افغان مهاجرو په مخ دروازې او سرحدونه پرانیستل شي او په خبره یې پاکستان او ایران «دغه بشر دوستانه مسولیت» کې ګد شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي: «له کابل څخه پیل شوي پروازونه به په څو ورځې کې بند شي او رامنځ‌ ته شوې تراژیدي به پټه پاتې نشي. دا د میلیونونو افغانانو لپاره ورځنی واقعیت وي. موږ باید له دوی مخ ونه ګرځوو. یو لوی بشري ناورین پیل شوی دی.»

اټکل کیږي‌ چې لا هم لسګونه زره افغانان، چې د بهرنیو ځواکونو همکاران، ترجمانان، د بهرنیو ادارو کارکوونکي، د بشري او ښځو د حقونو فعالان په کې شامل او اسیب پذیره دي، لا هم له افغانستان څخه نه دي وتلي او یا نه دې اېستل شوي.

سره له دې چې طالبانو ویلي دي‌ دوی «عمومي بخښنه» اعلان کړې، خو یو شمېر هېوادونه اندېښنه لري‌ چې دا خلک به د طالبانو له غچ اخیستونکو بریدونو سره مخامخ شي.

یو شمېر خلک دا هم وايي‌ چې د طالبانو په وعدو باور نشي کېدای.