شاته

اروپایي ټولنه د غیرقانوني افغان مهاجرو د نوې څپې مخه نیسي

د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو د سه شنبې ورځې اکست ۳۱ (وږي ۹) غونډې دمخه د یوې اعلامیې مسوده ښیي چې ددې ټولنې مشرتابه هوډمن دی چې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته له افغانستان څخه د مهاجرت د نوې پیل شوې څپې مخنیوی وکړي.

ددې ټولنې د اعلامیې مسوده چې د رویترز اژانس ترلاسه کړې ښیي چې ددې ټولنې حکومتونه لیوال دي چې د ۲۰۱۵ کال په څیر د مهاجرت د کړکیچ د تکراریدو مخنیوی وکړي. هغه وخت دا ټولنه د مهاجرت هغې څپې ته تیاره نه وه او د دوی ترمنځ د اختلافونو سبب شوه او همداشان پدې ټولنه کې یې د ښي اړخو ګوندونو لور ته چې د مهاجرت مخالف دي د خلکو ملاتړ ورزیات کړ.

د اعلامیې له مخې د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو وزیران به په خپله غونډه کې په ډاګه کړي چې: « له تجربو څخه یې د زده کړې په اساس اروپایي ټولنه او غړي هیوادونه هوډمن دي چې په ګډه اقدام وکړي، چې له کنتروله وتلي د غیرقانوني مهاجرت د څپې چې مخکې هم ورسره مخامخ شوي وو، په پوره تیارۍ او همغږه او منظمه توګه مخنیوی وشي. »

د اروپایي ټولنې دغه دریځ پداسې حال کې رابرسیره کیږي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیشنرۍ خبرداری ورکړی چې ښایي نیم میلیون افغانان د روان کال تر پایه له هیواد نه وتښتي.

له بلې خوا په کابل کې د اګست په ۱۵ د طالبانو له واکمن کیدو وروسته لویدیځو ځواکونو په زرګونو افغانان په د یو پراخ هوایي کمپاین په ترځ کې له افغانستان څخه وایستل شول. خو پداسې حال کې چې د تخلیې دغه عملیات په پای ته رسیدو دي، زیات شمیر نور په یو نام معلوم سرنوشت کې د سخت دریځو له ولکې لاندې شرایطو کې پاته دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې له افغانستان څخه د تخلیې د ماموریت په ختمېدو سره په هغه هېواد کې 'لوی بشري ناورین' په پیلېدو دی.

د دغې کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي د دوشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي۸) له نړیوالو وغوښتل چې د دغه بحران په مخنیوي کې له افغانستان سره مرسته وکړي او زیاته یې کړه باید د افغان مهاجرو په مخ دروازې او سرحدونه پرانیستل شي او په خبره یې پاکستان او ایران «دغه بشر دوستانه مسولیت» کې ګد شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي: «له کابل څخه پیل شوي پروازونه به په څو ورځې کې بند شي او رامنځ‌ ته شوې تراژیدي به پټه پاتې نشي. دا د میلیونونو افغانانو لپاره ورځنی واقعیت وي. موږ باید له دوی مخ ونه ګرځوو. یو لوی بشري ناورین پیل شوی دی.»

اټکل کیږي‌ چې لا هم لسګونه زره افغانان، چې د بهرنیو ځواکونو همکاران، ترجمانان، د بهرنیو ادارو کارکوونکي، د بشري او ښځو د حقونو فعالان په کې شامل او اسیب پذیره دي، لا هم له افغانستان څخه نه دي وتلي او یا نه دې اېستل شوي.