شاته

هلمند کې عملیات پیل شوي او په هرات کې نښتې دوام لري

افغان چارواکي وايي چې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې افغان ځواکونو تازه یرغلیز عملیات پیل کړي او په هرات ولایت کې له وسله‌والو طالبانو سره نښتې دوام لري.

د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند جګړن عبدالقدیر بهادرزي امریکا غږ ته وویل د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې افغان ځواکونو د پنجشنبې ورځې سهار وختي د وسله والو طالبانو په ضد ځمکني عملیات پيل کړي دي.

جګړن بهادرزي وویل: "له وسله والو طالبانو څخه د لښکرګاه ښار د پاکولو عملیات پيل شوي او د ښار تر بشپړه تصفيې پوري به دوام کوي".

د هغه په وینا دا پوځي عملیات د ښار د جنوبي څنډې له قلعه کهنې سیمې څخه پيل شوي دي.

په دې سیمه کې د هلمند د زندان په ګډون ځينې نور دولتي تاسیسات موقعیت لري چي له تیرې يوې اونۍ راهیسې د وسله والو طالبانو او حکومتي قواو ترمنځ د جګړې ډګر ګرځيدلی.

د لښکرګاه ښار اوسیدونکې اوعیني شاهدان وايي چي لا هم د جګړو له کبله زرګونه کسان په لښکرګاه ښار کې په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او د جګړې له وېرې بهر نشي وتلای.

د هلمند د عامي روغتیا رئیس شېرعلي شاکر امریکا غږ ته وویل په تیرو دوه ورځو کې ۳۰ تنه ټپیان روغتیايي مرکزونو ته وړل شوي چي لویه برخه يې ملکي وګړي دي.

هرات کې نښتې او مرګ‌ژوبله

د جنوبي ولایتونو سربیره د افغانستان په لویدیځ کې د هرات ولایت په مرکز کې هم د سختې جګړې خبرونه ورکول کېږي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل چې تېره شپه د هرات د ښار په اوو برخو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.

د ښاغلي فرهاد په وینا د طالبانو یو کاروان چې د هرات د ښار په لور روان وو په شینډنډ ولسوالۍ کې ورباندې هوايي برید شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دغه هوايي برید او نښتو کې ۵۰ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د هرات د والي ویاند د تېرې شپې په نښتو کې د هرات د لسمې امنیتي حوزې د امر او دوو سرتېرو وژل تائید کړل.

هرات کې د ولسي مقاومت ویاند عبدالرزاق احمدي امریکا غږ ته وویل چې ولسي پاڅونوال د هرات د ښار په څوو برخو کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

هغه وویل چې طالبان په موډرنو او مجهزو وسلو سمبال دي او ولسي پاڅونوال په نښه کوي خو حکومت تراوسه دغه پاڅونوال اکمال کړي نه دي.

هغه وویل چې د هرات په وروستیو نښتو کې اته تنه ولسي پاڅونوال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.