شاته

هرات: چارواکي وايي‌ بهرنیو ځواکونو په طالبانو بمبار کړی او تلفات یې ور اړولي 

د هرات په ولایت کې چارواکي وايي چې د مرکز او مرکز پ ته نژدې ولسوالیو باندې د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو وروسته بهرنیو ځواکونو په طالبانو هوايي بریدونه کړي‌ دي.

دا بریدونه نن شنبه جولای ۳۱ (زمری۹) شوي‌ دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد امریکا غږ ته وویل چې د نړیوالو ځواکونو د ای-۲۹ او بي-۵۲ الوتکو د هرات د انجیل او ګذره په ولسوالیو کې په طالبانو بریدونه کړي او شاوخوا ۲۰۰ یې وژلي او ژوبل کړي‌ دي.

افغان چارواکي وایي طالبانو په یو شمېر سیمو کې په ښارونو او ولسوالیو باندې خپل بریدونه زیات کړي چې په خبره یې افغان ځواکونو یې مخه نیولې ده.

تر دې دمه بهرنیو ځواکونو د دغو بمباریو په اړه څه نه دي ویلي‌ او نه هم طالبانو په دې اړه کومه تبصره کړې ده.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت وايي‌ د هرات، کندهار، هلمند او تالقان په ځینو برخو کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي ‌دي.

تېره ورځ هم وسله والو طالبانو په هرات کې د ملګرو ملتونو د سیاسي‌ استازولۍ (یوناما) دفتر په راکټ ووېشت.

یوناما دا برید غندلی او ویلي دي‌ چې په ملګرو ملتونو باندې برید ښايي جنګي جنایت وبلل شي.

په کوم ځا کې چې د یوناما دفتر دی،‌ هلته تېره ورځ د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جکړه وشوه.

په همدې حال کې د بشري‌حقونو د څار ډلې ویلي‌ دي چې طالبانو په خپلو سیمو کې انتقامي بریدونه زیات کړي‌ او د هغو تر واک لاندې سیمو کې بشري‌ حقونو ته درناوی نه کیږي.