شاته

کرونا: امریکې پاکستان ته نور درې ملينه موډرنا ويکسين ورکړي

امریکې پاکستان ته د کرونا ضد نور درې ملينه يا 30 لکه موډرنا ويکسين ورکړي دي له دې وړاندې هم امریکې پاکستان ته 25 لکه ويکسين ورکړي وو.

امریکې دغه ويکسين پرون د زيارت/ پنجشنې په ورځ (29 جولايۍ) په یوه دستوره کې پاکستان ته ورکړي دي.

په اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې ويلي، دغه ويکسين د کوېکس او يونيسف په شراکت سره رسول شوي دي.

ويل شوي دغه ويکسين د هغه سلسلې کړۍ ده چې امریکا به پکې اته کروړه ويکسين په نړۍ کې ويشي.

د امریکې صدر جوبايډن ویلي امریکا د نورې نړۍ دپاره د کرونا ويکسينو په لړ کې دومره فکرمنده ده څومره چې د خپل اولس دپاره ده.

پاکستان ته د ويکسينو سپارلو په دستوره کې په پاکستان کې د امريکې ناظم الامور اينجيلا ايګلر ويلي، دغه ويکسين ورکول د امریکې د صدر جوبايډن د هغو وعده ترسره کول دي چې امریکا د کرونا پرضد مبارزه کې د پاکستان سره څنګ په څنګ ولاړه ده.

د سفارتخانې ترمخه د امریکې حکومت د پاکستان د حکومت سره د شراکت دارۍ لاندې د کرونا د مخنیوي دپاره د پینځه کروړه ډالرو مرستې ورکړي دي.

امریکې پاکستان ته درې ملينه ويکسين په داسې حال کې ورکړي چې په پاکستان کې د کرونا څخه د مړینو او د خلکو په اخته کېدو شمېرې په وروستيو کې بيا سېوا شوي دي.

د پاکستان د سرکاري شمېرو ترمخه په تير شوا روز کې نور 86 کسان د کرونا څخه مړه شوي او 4537 پرې نور اخته شوي دي.

په پاکستان کې د کرونا څخه تراوسه پورې ټول 23زره 295 کسان مړه شوي دي.

بل لور ته ويل شوي په ملک کې د کرونا ضد ویکسينو لګولو عمل هم دوام لري او په ملک کې 59لکه 7929 کسانو ته د کرونا ضد دوه او دوه کروړه 19لکه 68زره 70 کسانو ته يو يو ويکسين لګول شوی دی.