شاته

عمران خان:دافغانستان خانه جنګۍ ته دپاکستان پښتانه هم راغب کیدای شي

دپاکستان وزیراعظم عمران خان اندېښنه ښودلې چې که په افغانستان کې خانه جنګي پیل شوه نو دغه خانه جنګي پاکستان هم پخپله غیږه کې اخستی شي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان اندېښنه ښودلې چې که په افغانستان کې خانه جنګي پیل شوه نو دغه خانه جنګي پاکستان هم پخپله غیږه کې اخستی شي.

دامریکایي خبري شبکې پي بي ایس نیوز اوور پروګرام کې عمران خان ویلي طالبان پښتانه دي اؤ که افغانستان کې خانه جنګي پیل شوه نو زمونږ لوري ته پښتانه به هم دغه لوري ته راغب شي چې مونږ یې کله هم نه غواړو.

خو پاکستان کې بیا دپښتون ملت پاله ګوندونو مشران دپاکستان په افغان پالیسیو کلکې نیوکې کوي اؤ ټینګار کوي چې پاکستان باید دافغانستان خپلواکۍ ته په درناوي کولو په دغه هیواد کې دمداخلې څخه لاس واخلي.

افغان حکومت هم پاکستان دطالبانو په ملاتړ تورنوي اؤ وایي دپاکستان څخه وسله وال افغانستان ته دبریدونو دپاره ور اوړي.

دنهې په ماښام دعمران دخپرې شوې دې تازه مرکې ځینې برخې د چهارشنبې په ورځ پاکستاني مطبوعاتو خپرې کړي چې دهغې له مخې عمران خان ویلي” کله چې به زما په څېر دافغانستان دتاریخ نه خبر خلکو ویل چې افغان کشاله پوځي هواری نه لري نو په دې ماته طالبان خان اؤ دامریکې مخالف ویل کیدل”

خو عمران خان وایي کله چې بیا امریکا اؤ ناټو ته دا احساس وشو چې افغان شخړه په طاقت نه هواریږي نو بیا یې دسودا بازۍ یا جوړ جاړي پوزیشن بائیللی ؤ.

هغه وایی کله چې امریکې وړومبی په افغانستان کې دخپلو ځواکونو شمیره راکمه کړه اؤ بیا یې ددغه هیواد نه د وتلو نیټه وښودله نو طالبانو وګڼله چې هغوئ جګړه وګټله اؤ له دې امله اوس هغوئ دستونزې سیاسي هواري ته مجبورؤل ګران شوي دي.

هغه په دغه مرکه کې دافغان ولسمشر اشرف غني دا تور یو ځل بیا رد کړی چې ګنې دپاکستان نه افغانستان ته په نزدې وختونو کې لس زره وسله وال ور اوښتي دي اؤ وایي افغان جګړې سره زمونږ هیڅ کار نه شته اؤ افغانستان دخپلو ناکامیو پړه هم زمونږ غاړې ته اچول غواړي.

خو‌ په روانه اوونۍ کې افغان چارواکو داسې ګڼ شمیر ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو خپرې کړي چې پکې دعوه شوې چې پاکستاني وګړي چې په اردو ژبه غږیږي دافغانستان دجګړې له میدانونو نیول شوي .

افغان چارواکي دا هم وایي چې دطالبانو په لیکو کې جنګیدونکي په لسګونو پاکستاني وسله وال په نزدې وختونو کې دافغانستان دننه وژل شوي اؤ جسدونه یې پاکستان ته لیږل شوي دي.

دیوې پوښتنې په ځواب کې وزیراعظم عمران خان ویلي دامریکې په جګړې کولو مونږ دخپل معیشت زیان کوؤ، دامریکا امداد زمونږ له شوي زیان څخه ډیر کم دی ،پاکستان به دې جګړه کې خپل تر اویاؤ زرو زیات وګړي قربان کړي دي.

هغه ویلي طالبان دامریکې اؤ افغان مشرانو سره خبرو ته چمتو وؤ خو داشرف غني سره یې خبرې نه کول غوښتل له دې امله پرله پسې مذاکراتو کې خنډان راپورته کیدل.

هغه وایي پاکستان دمذاکراتو میز ته دطالبانو په کښېنولو کې هم کردار ادا کړی دی چې دهغې اعتراف پخپله امریکایي استازي زلمي خلیلزاد هم کړی دی خو په موجوده وضعیت کې امریکا اؤ دناڼو ځواکونه طالبانو سره دخبرون توان نه لري ځکه چې اوس طالبان ځان فاتح ګڼي.

پاکستان کې پښتانه ملت پاله ګوندونه پرله پسې دپاکستان په افغان پالیسو نیوکې کوي اؤ اسلام اباد کابل کې په مداخله تورنوي.

دعوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د جون پر دریمه په ټویټر لیکلي وو "په افغانستان کې د وينې تويولو زيان به يوازې تر افغانستانه محدود نه پاتې کېږي. د پاکستان په شمول ټول قوتونه که خپل کردار ادا نه کړي نو دا انسان وژنه به نوره هم زياته شي"

اسفندیار ولي خان وایي ګوند یې له افغان حکومت سره ولاړ دی ځکه چې حکومت د افغان ولس استازیتوب کوي، وایي

داسفندیار ولي خان په وینا عوامي نېشنل ګوند به کله هم افغانستان يو متشدده ډلې ته د ورکولو ملګرتيا ونه کړي.

همدا شان دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزئ هم تیره میاشت دبلوچستان زیارت سیمه کې یوې جلسې ته په وینا کې پاکستان افغانستان کې په مداخلت تورن کړی ؤ.

هغه ویلي پاکستان ته په اشارې کولو سره ویلي وؤ "دا د تاریخ د علم خبره ده چې کوم ملکونه د نورو ملکونو ازادي قبضه کوي او د نیولو کوشش یې کوي هغو خپله ازادي بایللې ده"