شاته

دپشکال دبارانونو له امله اسلام اباد کې سیلاب راختلی،۲ تنه مړه

دپشکال بارانونو دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې سیلابي شکل اخستی اؤ په دغه سیلاب کې دګڼو ګاډو دلاهو کیدو ترڅنګ دپاکستان میډیا وایي چې دوه تنه مړه شوي هم دي .

دسیلابونو نه وروسته دپاکستان دپوځ امدادي ډلې اسلام اباد اؤ ورسره پیوست پینډۍ ضلعې ته رسیدلي اؤ دمرستو فعالیتونه یې پیل کړي دي.

دشورو په ورځ په ټولنیزو رسنیو ددې سیلابي اوبو بیلابیلې ویډيوګانې خپرې شوې چې پکې لیدل کیږي داسلام باد په سړکونو باراني اوبه لکه دسیندونو بهیږي اؤ دخلکو ګاډي یې لاهو کړي دي.

دپاکستاني میډیا د رپورټونو له مخې په اسلام اباد کې دې بارانونو اؤ سیلابي اوبو تر ټولو زیات زیان په ایف ټین،اي الیون اؤ ډي ټو ایلیوؤ سیمو کې اړولی چې دغلته سیلابي اوبه دخلکو کورونو ته ننوتلي دي.

په اي الیون کې د یو کور دننه تهه خانې ته دسیلابي اوبو ورختلو له امله د اتوؤ کالو یو ماشوم اؤ دهغه مور هم مړه شوې ده خو پاکستاني میډیا وایي چې مرستندویه فعالینو اؤ دسیمې خلکو په دغه پېښه کې دوه ماشومانو چې رور اؤ خور دي ، له مرګه ژغورلي دي.

دکورنیو چارو مرکزي وزیر شیخ رشید ویلي دسیلابي اوبو راختلو سره سم پوځ اؤ نورې ټولې ادارې چمتو ولاړې دي اؤ پوځیانو په اسلام اباد اؤ پینډۍ کې د مرستو فعالیتونه یې پیل کړي دي.

شیخ رشید د ناله لئ په مقام رسنیو ته ویلي چې هر شل کاله وروسته ناله لئ راخیژي اؤ د دوؤ سوؤ کسانو ژوند اخلي خو اوس حکومت په دې کار پیل کوي اؤ د دوؤ میاشتو موده کې به سرته ورسیږي.

داسلام اباد انتظامي مشر یا ډپټي کمشنر ویلي چې اسلام اباد کې دا سیلاب د وریځو د راخلاصید یا کلاوډ برسټ له امله راختلی دی.

د کلاوډ برسټ‌ هغې ته ویل کیږي چې کله د یو ساعت دننه ۱۰۰ ملي میټره یا دهغې نه زیات باران ریکارډ کړل شي.

خو دموسمیاتو محکمې بیا د ډپټي کمشنر دا اندېښنه رد کړې اؤ وایي دچهارشنبې په ورځ یوازې دپشکال بارانونه شوي اؤ کلاوډ برسټ یا د وریځو راخلاصیدل ورته نه شي ویل کیدای.

په عین حال کې داسلام باد سره پیوست دپینډۍ سیمې ناله لئ خوړ هم په غورځنګونو شوی اؤ ویل کیږي په دغه خوړ کې باراني اوبه تر ۲۱نیم فټه راپورته شوي دي.

په تېرو وختونو کې هم په دغه خوړ کې دسیلاب راختلو له امله په سوؤنو کسان مړه شوي وؤ.

ناله لئ خوړ کې د اوبو دکچې ختلو سره سم دپوځ مرستندویه ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ دناله لئ پغاړه میشتو خلکو ته خبرداری ورکړی شوی دی چې ځانونه بیدار اؤ خوندي وساتي.

دموسمیاتو محکمې وایي چې نن شپه بیا دتیز باران امکان دی اؤ دا بارانونه به تر درېوؤ ورځو وریږي.

وروستي رپورټونه وایي چې په اسلام اباد کې د سیلاب راختلو نه وروسته دانتظامیې اؤ پوځ په مرسته ۹۵ فیصده برخه بېرته پاکه کړل شوې اؤ دفعالیت جوګه کړل شوې ده