شاته

محکمې په ضمانت د شلپا شیټې د خاوند غوښتنه رد کړله

د هند د مومبای په ښار کې محکمې د هندي فلمونو د مشهورې هنرمندې شلپا شیټې د خاوند، راج کندرا په ضمانت خوشې کیدو غوښتنه رد کړله.

پولیس وایي په ښاغلي کندرا د "غیرې اخلاقي" فلمونو د جوړولو تور دی.

پولیس وایي د انټرنیټ د اپلیکیشنونو د لارې د غیرې اخلاقي فلمونو د جوړولو او خپرولو تر شا تر ټولو مهم لاس د همدې ۴۵ کلن راج کندرا دی.

محکمې د ښاغلي کندرا ضمانت رد کړی او تر بلې محاکمې پورې به د پولیسو سره بندي وي.

د شلپا شیټي په خاوند دا تور دی چې د هغو ښځینه هنرمندانو نه چې په هندي سینما کې د کار کولو هیله یې درلوده، غوښتل چې د هغه د کمپنۍ سره کار وکړي، خپل دې ارمان ته رسیدلی شي.

د ښاغلي کندرا په کمپنۍ (ویان انډسټریز) دا شک دی چې د هاټ شاټس په نامه اپلیکیشن ته چې یوازې په موبایل کې کارول کیدی شي، غیرې اخلاقي مواد برابروي.

ویل کیږي چې پدې ښځینه کار کوونکو فشار راوړل کیده چې په هندي سینما کې د کار کولو په بهانې په غیرې اخلاقي فلمونو کې برخه واخلي.

د پونیت کاور په نامه یوه هندۍ میرمن چې په امریکا کې اوسیږي او په یوټیوب او ټیک ټاک کې ډیره فعاله ده، د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې همدې هندي سوډاګر په انسټګرام کې ترې غوښتي و چې د هاټ شاټس په سیالیو کې برخه واخلي.
هغې تیره اوونۍ پدې هکله په انسټګرام کې ولیکل، " ما فکر کاوه چې دا کوم جعلي کار دی خو خدای دې وکړي چې دا سړی په زندان کې وروست شي. "

دا لومړل ځل ندی چې دغه یو تر ټولو مشهور هندی سوداګر په جنجالونو کې راګیر کیږي. هغه په ۲۰۱۵ کال کې د کرکټ د هر ډول فعالیت نه وروسته تر هغه بند شو چې په لوبو کې د ټګیو برګیو په هکله تحقیقات وشول.

راج کندرا او شلپا شیټې دواړه د هند د غوره لیګ یا آی پي ایل په سیالیو کې د راجستان رایلز خاوندان و.