شاته

د امريکا دفاع وزير لويډ اسټن د سويلي ختيځې ايشيا په سفر ځي 

فير بينکس, الاسکا- د امريکا دفاع وزير لويډ اسټن د سويلي ختيځ ايشيايي ملکونو چې د کرونا د وبا سره هم مخ دي په دوره روان دی چې په سيمه کېمل هېوادونه رايو ځای کړي کوم چې د چين د ډېرېدونکي پوځي هلو ځلو نه انديښمن دي.

د جمعې په ورځ د ځان سره الاسکا ته بوتلونکو رپورټرانو ته د خپلې ايشيايي دورې نه وړاندې هغه وويل “دا به په ريښتيا چې ښه سفر وي”.

هغه وويل “مونږ د سيمې استحکام ته اهميت ورکو او زما هدف د تعلقاتو ټينګول دي”.

راروانه اوونۍ اسټن د سنګاپور, ويټنام او فيلپين په سفر ځي. دا د بايډن د حکومت د يو لوړ پوړي چارواکي سويلي ختيځې ايشيا ته وړومبۍ دورهده او د اسټن ايشيا پيسېفېک ته دويم سفر دی چې تېرو ورځو کې يې ويلي وو “دا د پينټاګان د اپريشنو د لمړيتوب تهيټر دی”.

د دورې په اړه د سنټر فار سټريټيجېک اينډ انټرنيشنل سټډيز د ساوت ايسټ ايشيا ماهر او څېړنکار مری هيبرټ وي او ای ته ويلي د سيمې دغهځانګړې برخه به د امريکا د رابطو د پاره اوليت ولري ځکه دا عام خيال و چې “د ټرمپ تېر حکومت سويلي ختيځه ايشيا له پامه غورځولې وه”.

هيبرټ وايی “په ميډيا کې ځينې قهرجن خبرونه هم خواره شول او څېړونکو ليکونه وکړل چې پکې پوښتل شوي ‘عجيبه ده امريکا چرته ده؟’. دا دبايډن د حکومت اوومه مياشت ده او دوی لا تر اوسه څه نه دي کړي”.

اسټن د يو لوی پلاوي سره سينګاپور ته په جون کې د انټرنيشنل انسټيټيوټ فار سټرټيجېک سټډيز لخوا د کليز دفاعي غونډې شانګريلا ډايلاګ ته دتلو پلان لرلو خو د کرونا وايرس له کبله غونډه منسوخ شوه.

هغه په 27 جولاي د اي اي ايس ايس لخوا په سنګاپور کې د راجوړې کړې غونډې مهم ويناوال دی او ښکاري د اسټن د “نغښتې دفاع دنوي ليدلارې ذکر وکړي” چې څنګه په سيمه کې د چين د زورګېرۍ مخه ونيسي.

د چين کوسټ ګارډز او د مهيانو د وسله والې ميري ټايم مليشې کښتۍ په دوامداره توګه د فيلپين په خصوصي اقتصادي برخه کې ماهيګير ځوروي.

چينايي جهازونه په سيمه کې د مليشيا او ويټنام د تيلو او ګيس د راويستلو کمپنيانې هم تنګوي چې د سوبه يې په کار کې خنډان جوړيږي.

د شورو لا چهار شنبې په ورځ اسټن په پينټاګان کې ويلي وو پلان لري چې د امريکا د ازاد سمندرونو ژمنه بيا تکرار کړي کومه چې د چين “نه کارکونکې او بې بنياده دعوو” په ضد ده چې چين يې په سويلي چاينا سمندر کې لري.

اسټن وويل “مونږ په دې باور نه کوو چې يو ملک به دومره کولی شي په خپل سر دې قوانين وروتپي”. تېره اوونۍ د نيوي د وينا تر مخه د امريکا يوايس ايس بېنفولډ ډېسټراير بېړۍ د متنازعه سيمې پراسل ايلينډ ټاپوانو چې د چين په سويل او د ويټنام په ختيځ کې دي ته نزدې ورغلې وه چې په بېضرره تګ راتګ غير قانوني بندېزونه وننګوي. دا کار د سمندري تګ راتګ ازاد ساتلو يو ګام دی.

چين دعوه کړې وه دوی دغه بېړۍ زغلولې ده خو امريکا سملاسي دا دروغ بللي وو. چين، تايوان او ويټنام درې واړه وايي دغه ټاپوان د دویملکيت دی او پکې د پوځي جهازونو د چلن د پاره به د مخکې نه د دوی اجازت اخستل کيږي خو امريکا داسې نه وو کړي.

په سويلي چاينا سمندر کې نور ټاپوان او وړې جزيرې داسې دي چې برونايي، مليشيا او فيلپين يې د ملکيت دعوه کوي خو د شتمنو ډکې ډېرېسمندري سيمې سره د دې چې د ملکيت دعوه يې نور قامونه لري، چين خپله خاوره مني. چين په سلګونو ايکړه منصوعي ټاپوګان جوړ کړي چې دخپلې دعوې ملاتړ پرې وکړي.

هيبرټ وايي “دا يو خطرناک ځای دی. دا يقيني ده چې حادثات کېدلی شي” او وي او ای ته يې زياته کړه چې دې خورو ورو ټاپوګانو چين ددې جوګه کړی چې ځورول وکړي او فشار جوړ کړي.

امريکا په سويلي چاينا سمندر کې په دوامداره توګه فريډم اف نيويګيشن اپرېشن لا د چلن د ازادۍ لارې خلاصې ساتل په مخکې وړي چې د چين دملکيت دعوې وننګوي او په نړيوالو اوبو کې ازاد تګ راتګ يقيني کړي د کوم نه چې د دنيا نيم کاروباري جهازونه تېريږي او هر کال په ټرېلينونوډالره تجارت پرې کيږي.

د فريډم اف نيويګيشن دا ورستی اپرېشن د نړيوال انصاف عدالت دي هيګ د فيصلې د پینځمې کلېزې په موقع شوی چې پکې پرېکړه شوې وهچين د سويلي چاينا سمندر د ملکيت کوم تاريخي سند نه لري چې پرېکړه يې بيجينګ په شا غورځولې ده.