په هند کې د موسمي طوفانونو له امله تر سلو زیات کسان مړه شوي
واشنګټن ـــ هندي چارواکي وايي، چې د موسمي طوفانونو له امله په دغه هېواد کې تر سلو زیات کسان مړه شوي او په لسګونو زره نور بې ځایه شوي دي.
د هند په مهاراشترا ایالت کې د ډېرو سختو مسمي طوفانونو له امله زیات سېلابونه راوتلي او ځمکې پکې خوېدلي.
لومړي وزیر نریندرا مودي وايي، دی "د خلکو په مړینه باندې خوشینی شوی او دردېدلی.
چارواکي وايي، د هند پوځ د سېلابونو په ځای کې د خلکو د ژغورلو پر عملیاتو بوخت دي.
هوا پېژندونکو اټکل کړی چې تمه ده بارانونه به څو ورځې نور هم دوام ولري.