شاته

پاکستان دکرونا ضد ویکسین لګولو پرته په هوایي سفر بندیز ولګولو

دپاکستان حکومت دکرونا ضد ویکسین لګولو پرته دهیواد دننه دخلکو په هوایي سفر بندیز لګولی دی اؤ وایي د راتلونکې میاشتې دپیل څخه به یوازې هغه خلک هوایي سفر کولی شي چې دکرونا ضد ویکسین لګولو سند ولري.

دخالي په ورځ پاکستان کې دکرونا په چارو د څار دولتي ادارې این سي او سي پخپل یو لنډ بیان کې ویلي چې داګست د وړومبۍ نیټې نه به دهیواد دننه هوایي سفر دپاره د کرونا ضد ویکسین لګولو سند ښودل لازمي وي.

دغه ادارې په خلکو غږ کړی چې دپریشانۍ څخه دځان بچ کولو په خاطر باید تر ۳۱م جولایي کرونا ضد ویکسین ولګوي اؤ دهغې سند ترلاسه کړي.

تر دې دمخه دخیبر پښتونخوا حکومت هم اعلان کړی ؤ چې دسیلګرۍ سیمو ته به یوازې هغو سېلګرو ته دتګ اجازه ورکوي چې د کرونا ضد ویکسین لګولو سند ولري.

همدا شان دسندهـ صوبې حکومت تیره ورځ پرېکړه کړې ده چې دهاغو خلکو دموبایل سیمونه به بندوي چې کرونا ویکسین یې نه وي لګولی.

پاکستان کې د کرونا وبا په اړوند دا ګامونه په داسې حال کې اخستل شوي چې په دې وروستیو کې دپاکستان دننه یو ځل بیا د کرونا وایرس پېښې سیوا شوي اؤ دحکومتي شمیرو تر مخه تراوسه 22زره 971 کسان په دې وایرس مړه شوي او د يو ملين نه زيات خلک پرې اخته شوي دي.

داین سي او سي شمیرې ښایي چې په تیر یو شواروز کې هم دپاکستان دننه دکرونا وایرس 1841 پېښې مخې ته راغلي اؤ 32 کسان په دې وایرس مړه شوي دي

دپاکستان ټوله ابادي 22 کروړه ده خو سرکاري شمېرې ښايي تراوسه پورې په ملک کې د 68لکو نه زياتو کسانو د ويکسينو دوه ډوزه او يو کروړ92 لکو نه زیاتو ته د ويکسينو يو ډوز لګول شوی دی.