شاته

د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د شپې په ګرځېدو بندیز ولګول شو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو د تحرکاتو د مخنیوي لپاره د دغه هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د شپې له خوا د خلکو په ګرځېدو بندیز لګول شوی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیاء ضیاء د شنبې په ورځ د جولای ۲۴ (زمري ۲) امریکا غږ ته وویل چې له کابل، ننګرهار او پنجشیر پرته په نورو ولایتونو کې په ګرځېدو بندیز لګول شوی دی.

هغه زیاته کړه چې له دې وروسته د شپې له ۱۰ څخه تر څلورو بجو پورې په ۳۱ ولایتونو کې خلکو ته د ګرځېدو اجازه نه ورکول کېږي.

ښاغلي ضیاء د دغو ولایتونو له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې په ټاکلي وخت کې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

هغه وویل: "تروریستي ډلې زیاتره د شپې ناوخته په تروریستي او تخریبي کړنو لاس پورې کوي او له همدې امله پریکړه وشوه چې د دې وضعیت د مخنیوي لپاره د شپې له خوا د خلکو په ګرځېدو باندې یو لړ بندیزونه ولګول شي".

ښاغلي ضیاء ټینګار وکړ چې د دغه بندیز د تطبیقولو لپاره پولیسو خپل چمتووالی نیولی دی.

د شپې له خوا په ګرځېدو دا بندیز وروسته له هغې لګول شوی چې په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو تحرکات زیات شوي او د افغانستان د امنیتي بنسټونو د معلوماتو په اساس په څه باندې لسو ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په لغمان، ننګرهار، نورستان، کنړ، غزني، پکتیا، کندهار، هرات، بلخ، جوزجان، هلمند، کندز او کاپیسا ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.

دفاع وزارت ویلي چې په دغو نښتو کې ۲۶۴ طالبان وژل شوي او ۱۷۶ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.