شاته

افغان چارواکي وايي‌ د سلما په بند یې د طالبانو د برید مخه نیولې

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د سلما بند پر پوستو باندې د طالبانو د بریدونو مخنیوی کړی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د شنبې په ورځ د جولای په ۲۴ (زمري ۲) امریکا غږ ته وویل چې په سلما بند کې میشت افغان ځواکونه د طالبانو د برید په اړه له وړاندې خبر و او په یو کمین کې یې د دغې ډلې دوه جنګیالي وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د هرات د والي ویاند په وینا افغان ځواکونو د طالبانو له جنګیالیو څخه څو "لوی ماینونه" نیولي دي.

هغه ټینګار وکړ چې د سلما او پاشدان بند د امنیت ساتنې لپاره زیات شمېر ځواکونه په سیمه کې حضور لري او طالبانو ته به د دغو بندونو په شاوخوا کې د تحرکاتو اجازه ورنکړي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په هرات ولایت کې د سلما په بند باندې د "طالبانو د راکټي بریدونو" خبر ورکړ او ویې ویل چې یو شمېر راکټونه د بند په شاوخوا کې لګېدلي دي.

دغې ادارې خبرداری ورکړی که د طالبانو دا ډول بریدونه دوام وکړي نو د سلما بند ته به زیان ورسېږي.

همداشان په هرات کې د افغان ځواکونو له خوا د کرخ ولسوالۍ له نیولو یوه ورځ وروسته د هرات والي وايي چې طالبانو تېره شپه بیا په دغې ولسوالۍ برید وکړ.

د هرات والي عبدالصبور قانع خبریالانو ته وویل چې طالبانو غوښتل د بادغیس له ولایت څخه په کرخ ولسوالۍ برید وکړي خو د افغان امنیتي ځواکونو له کمین سره مخ شول.

ښاغلي قانع زیاته کړه چې په دې نښته کې ۷۰ طالب جنګیاليو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې او افغان ځواکونو دوه هاموي ټانکونه، درې رنجر او ۲۵ موټرسایلکل نیولي دي.

د هرات والي وویل چې په کرخ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو له خوا چاڼیز عملیات دوام لري.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.