شاته

امریکا: طالب مشران دې خپل جنګیالي هدفي‌ بریدونو ته پرېنږدي

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په افغانستان کې د طالبانو هدفي بریدونه او د تاسیساتو ورانول په کلکه غندلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي که رښتیا هم طالبان په افغانستان کې هدفي بریدونه نکوي، تاسیسات نه ورانوي‌ او بشري‌ حقونو ته درناوی لري، نو د دغې ډلې «مشرتابه دې دا ظلمونه او د اساسي‌ حقونو څخه سرغړونې دې» وغندي.

د وزارت د ویاند مرستیالې جلینا پورتر وايي طالبانو ویلي‌ وو چې هغوی به د بهرنیو ځواکونو پخوانیو ژباړونکو او نورو همکارانو ته زیان نه رسوي، خو وايي‌ د طالبانو محلي جنګیالي د سیمې د خلکو او بشري حقونو ته په کم ارزښت قایل دي.

مېرمن پورتر وايي: «موږ بیا د روان تاوتریخوالي، چې اکثریت برخه یې د طالبانو له لوري دي، د سملاسي بندولو غږ کوو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو پېښو د غندلو تر څنګ په طالبانو غږ کړی دی چې د سولې جدي خبرې پیل کړي: «موږ په طالبانو غږ کوو چې د افغانستان د آینده لپاره د یوې سیاسې لارې د ټاکلو لپاره، چې مناسب او دوامدار جوړجاړي ‌ته لار هواروي، په جدي خبرو کې برخه واخلي.»

هغې وویل چې د طالبانو مشران باید خپل جنګیالي دا ډول ورانکارو فعالیتونو ته پرېنږدي.

نوموړې ویلي دي‌ چې نړۍ به «د زور له لارې په افغانستان کې حکومت ونه مني» او د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ خبرې او سیاسي‌ تفاهم د جکړې د حل یوازینۍ لار ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال په افغانستان کې د طالبانو بریدونه غندلي او د سولې جدي خبرو ته یې رابللي چې د افغانستان چارواکي وايي‌ همدا اوس د افغانستان په شاوخوا لسو ولایتونو کې جګړې روانې دي.

اخوا د امریکا متحده ایالاتو او د اروپا ډلې په افغانستان کې د ټاکنو له لارې د سیاسي مشر په ټاکلو ټینګار کړی او له ښکېلو خواو څخه یې غوښتي چې د سولې جدي خبرو ته راوګرځي.

د امریکا د متحده ایالاتو او د اروپا ډلې استازو د جولای په ۲۲مه د ایټالیا په پلازمینې روم کې د افغانستان د سولې پروسې په ملاتړ له غونډې وروسته د ۱۶مادو په یو ګډ بیان کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د نظامي لارې جوړ شوي حکومت څخه ملاتړ نه کوي.