شاته

افغانستان کې تازه ۲۰۳ تنه کرونا نیولي او ۳۲ ناروغان مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۰۳ مثبتو پېښو د ثبتېدو او د ۳۲ ناروغانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ جولای ۲۴ (زمري ۲) ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس د ۱۳۴۶ مشکوکو سمپلونو معاینات یې کړي چې له دې شمېرې ۲۰۳ یې مثبت تشخیص شوي دي.

د افغانستان د حکومت د رسمي معلوماتو له مخې په دې سره په دغه هېواد کې د کروناویروس مثبتې پېښې ۱۴۳۸۶۹ او له دغه ویروس څخه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۶۴۲۵ ته پورته شوی دی.

د روغتیا وزارت دغه راز ویلي چې په دې موده کې ۶۶۵ کسان بیرته له کروناویروس څخه روغ شوي دي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره ټولې نړۍ ته ورسېده.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتوو په اساس تراوسه په نړۍ کې څه باندې ۱۹۳میلیون او ۱۶۵زره کسان کرونا نیولي چې له دې شمېرې له څلور میلیونو او ۱۴۳زرو څخه زیات کسان مړه شوي دي.