شاته

عراق له امریکا سره د عسکرو د اېستلو په اړه خبر کوي

ټاکل شوې د عراق صدارعظم مصطفی الخادمي د را راونې دوشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن سره وګوري او د عراق نه د امریکایي ځواکونو په احتمالي وتلو خبرې وکړي.

په عراق کې ایران پلوه ډلو د امریکایي ځواکونو د وتلو په خاطر په ښاغلي خادمي جدي فشار راوړی.

عراقی څیړونکی سجاد جیاد د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي که د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن او عراق د صدراعظم مصطفی الخادمي په ملاقات کې د عسکرو د ایستلو کوم مهم اعلان ونشي، ویره شته چې ایران پلوه ډلې ښایي په عراق کې په امریکایي ځواکونونو بریدونه ډیر کاندي.

پدغو شعیه ملیشو چې د حشد الشعبي تر نامه لاندې فعالیت کوي او د عراق په دولت کې ژورې ریښې لري، دا تور دی چې په روان میلادي کال کې یې په عراق کې د امریکا په ګټو څه باندې ۵۰ د توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه کړي.

د همدې ملیشو د یوې ډلې یوه قوماندان څه موده وړاندې خبرداری ورکړی و تر څو چې امریکایي عسکر د عراق نه وتلي نه وي، دا ډول بریدونه به لا ډیر شي.

امریکا په عراق کې شاوخوا ۲۵۰۰ عسکر لري چې د اسلامي دولت یا داعش په خلاف جګړې کې د عراقي ځواکونو سره همکاري کوي.

امریکا په ۲۰۱۴ کال کې ورسته تر هغه یو ځل بیا عراق ته عسکر واستول چې داعش د عراق او سوریې ګڼ شمیر سیمې ونیولې خو د امریکا د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په وخت کې ډیر شمیر امریکایي عسکر راویستل شول.