شاته

پاکستان وايي هند حق نه لري چې د افغان سفير د لور په اړوند بيان ورکړي

پاکستان ويلي د افغان سفير د لور په اړوند د هند د غېر ضروري بيان غندنه کوي او زياته کړې يې ده هند حق نه لري چې په دغه معامله کې لاسوهنه وکړي. هند دغه پېښې ته بوږنوونکې ويلې وه.

په 17 جولايۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د اسلام اباد نه د افغان سفیر نجیب الله علي خېل لور سلسله علي خېل تښتول شوې او تښتوونکو له وهلو ځورولو وروسته پرېښودې وه.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير نجيب الله علي خېل په خپله هم په ټویټر د دغه پېښې په اړه ټويټ کړی وو او په 18 جولايۍ افغانستان د اسلام اباد نه د خپل سفیر او نورو لوړپوړو ډپلومېټانو د وېستلو اعلان کړی وو. پاکستان د افغانستان په دغه پرېکړه افسوس څرګند کړی او ويلي يې وو هيله لري چې افغانستان خپلې پرېکړې ته بيا کتنه وکړي.

د دغه پېښې وروسته د کورنیو چارو وزير شېخ رشيد ويلي وو "دا د تښتولو پېښه نه ده سازش دی د هند د استخباراتي ادارې (را) ايجنډا ده او را په ټوله نړۍ کې دغه خبره خپره کړې ده".

د هند د بهرنيو چارو د وزارت وياند اريندام باګچي په اسلام اباد کې د افغان سفير د لور پېښې ته بوږنوونکې ويلي او په دغه پېښه کې د شېخ رشيد لخوا د هند منځته راوستو ته يې پرېوتی بيان ويلي وو.

د پاکستان د تازه بيان په اړه د هند کوم بيان تراوسه مخې ته نه دی راغلی.

شېخ رشید په 18 جولايۍ ويلي وو په دغه پېښه کې پرمختګ شوی نورې کړۍ يې مالومې کړي او يواځې يوه کړۍ پاتې ده، هغه وروسته ویلي د بهرنيو چارو وزارت به په دغه اړه رسمي بيان جاري کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي هند د افغان سفير د لور په مبيينه پېښه کې دروغجنه پروپېګنډه کړې ده.

په بیان کې ويل شوي هند د نورو ملکونو په معياراتو د سوچ جواز نه لري د پاکستان پرضد د منفي پروپېګنډې څخه دې ډډه وکړي او زياته کړې يې ده پاکستان د افغان سولې په عمل کې د هند په سازشونو هم خبر دی.