شاته

چین ته دقریشي سفر،ایا اسلام اباد به دداسو په پېښه بیجنګ قانع کړل شي؟

د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې د چین په دوه ورځني سفر تللی وایې ددې سفر مقصد یې دچین چارواکو سره په دوه اړخیزه اړیکو دخبرو ترڅنګ دافغانستان په معامله یو بل په اعتماد کښې اخستل دي.

خارجه وزیر شاه محمود قریشي وایي خپل دې سفر کې به دچین چارواکو سره دپاک چین اقتصادي راهدارۍ په منصوبو به هم خبرې اترې کوي.

ښاغلی شاه محمود قریشي د چين داسفر په داسې حال کې کوي چې د روانې میاشتې په څوارلسمه نیټه دخیبر پښتونخوا کوهستان سیمه کښې په یو بس شوي برید کې د نهو چینایي وګړو د وژل کیدو وروسته د چين حکومت دپاکستان نه ددې پیښې دپلټنو غوښتنې سره خپل ېو پینځلس کسیز دپلټنو پلاوی هم پاکستان ته لیږلی دی.

خو د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر اؤ خارجه دفتر دا نه دي وئیلې چې ددې سفر په مهال به چین د داسو دپېښې په اړه دشوؤ پلټنو نه خبروي که نه ؟

دخارجه وزیر دا سفر به ترکومه حده د چین قیادت دداسو په شکمنه ترهګریزه پیښه قانع کړي اؤ پاکستان ولې هر وخت دا دعوې کوي چې دافغانستان امن کښې یې مثبت کردار لوبولی دی؟

ددې پوښتنې په ځواب کې دنړيوالو اړېکو څېړنګار ډاکټر سرفراز خان وايې، موجوده وخت هر هیواد په افغانستان کښې د طالبانو دبریدونو غندنه کوي خو د پاکستان حکومتي وزیران د طالبانو اؤ د هغوئ د کردار ستاينه کوي نو څنګه ویلی شو چې پاکستان په افغانستان کښې امن غواړي؟

ډاکټر سرفراز زیاتوي دپاکستان د وزیرانو چين ته سفر اؤ چین سره تعلقاتو په هکله ددوئ بیانونو ته چين هم ډیر اهمیت په دې نه ورکوي چې پوهه دی پاکستان کښې دخارجه اړیکو په هکله فیصلې حکومت نه بلکې پوځ کوي.

داسو ډیم چې لګښت یې نزدې دوه اربه ډالره دی اؤ دا دچین یوه کمپني غضوبه جوړوي، دې پیښې چې وړاندې دپاکستان حکومت یوه حادثه ګرځولې وه خو وروسته دچین اؤ پاکستان حکومتونو منلې وه چې دا یوه ترهګریزه پېښه ده، له پېښې وروسته غضوبه کمپنې د ډيم جوړولو په پروژه دکار ودرولو اؤ کمپنۍ نه دپاکستاني مامورینو دویستلو اعلان کړی ؤ خو وروسته یې خپله دغه فیصله بېرته اخستې وه.

د پاک چین اقتصادي راهدارۍ دمنصوبو ترمخه چین پاکستان کښې نزدې دپنځه شپیته اربه ډالرو سرمایه ګزارۍ اعلان کړی دی خو رپورټونه وایې دډیر راهسې چین پاکستان کښې سرمایه ګزاري ودرولې ده خو دپاکستان حکومت ددې پخلی نه کوي.

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي دچین داسفر په داسې حال کې کوي چې وړاندې دچین وزیر اعظم دپاکستان وزیراعظم عمران خان نه دداسو پیښې دپلټنو ترڅنګ دې پېښه کښې دککړو عناصرو د نیولو غوښتنه هم کړې وه.

پاکستان کښې اکثره دترهګرۍ دپیښو ذمه واري دلته موجودې لاقانونه ګرځول شوې ترهګرې ډلې قبلوي خو د داسو دپېښې پړه تر اوسه چا پغاړه نه ده اخستې.