شاته

دفاع وزارت : افغان ځواکونو د کرخ ولسوالۍ له طالبانو بیرته ونیوله

د افغانستان دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې نن د جمعې په ورځ جولای ۲۳ (چنګاښ اول) ویلي،چې د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ مرکز یې بېرته له طالبانو نیولی دی.

د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نن د جمعې د ورځې په سهار افغان ځانګړو ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو د کرخ ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره عملیات وکړل، چې په نتیجه کې یې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او افغان ځواکونو د دې ولسوالۍ مرکز بېرته له طالبانو ونیوه.

د هرات ولایت پوځي شورا هم نن په یوې اعلامیې کې ددغې ولسوالۍ د بیرته نیولو خبر ورکړی دی.

د هرات پوځي شورا ادعا کړې چې د ولسوالۍ د بیرته نیولو په عملیاتو کې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۵ طالبان وسله وال وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دي.

طالبانو لا تراوسه د دفاع وزارت دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی. طالبانو ادعا کړې ده چې په تېرو اونیو کې یې د هرات د یو شمېر ولسیوالیو مرکزونه نیولي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د وسله‌والو قواو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې د نږدې نیمايي ولسوالیو مرکزونه نیولي دي.

دغه امریکايي جنرال د چهارشنبې په ورځ د جولای ۲۱ (چنګاښ ۳۰) په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د ۴۱۹ ولسوالیو د مرکزونو له شمېرې څه باندې ۲۰۰ مرکزونه د طالبانو په لاس کې دي.

د جنرال میلي په وینا که څه هم طالبان تراوسه د ولایتونو د مرکزونو په نیولو بریالي شوي نه دي خو د دغې ډلې جنګیالیو د سم نیمايي ولایتونو د مرکزونو په شاوخوا کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

د افغانستان حکومت همداشان د یکشنبې په ورځ له طالبانو څخه د ۲۴ ولسوالیو د مرکزونو د بېرته نیول خبر ورکړی وو.