شاته

د امریکا هوايي ځواکونو د طالبانو په مرکزونه بریدونه کړي

د امریکا دفاع وزارت وايي، چې د دغه هیواد هوايي ځواکونو په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د طالبانو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د پنجشنبې د ورځې ناوخته د جولای ۲۲ (چنګاښ ۳۱) خبریالانو ته وویل، چې د امریکا د هوايي ځواک له خوا پر طالبانو دا بریدونه د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره شوي دي.

ښاغلي کربي په دې اړه نور جزئیات ورنکړل، خو ویې ویل، چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د هوايي بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري.

د رپوټونو له مخې دا هوايي بریدونه د کندهار په ولایت کې شوي دي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند وویل، چې د امریکا د پوځ د مرکزي‌ قوماندې مشر جنرال کنت فرانک مک کینزي د افغان ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره د طالبانو په مرکزونو د هوايي بریدونو د ترسره کولو صلاحیت لري.

د دې وړاندې امریکايي پوځي چارواکو ویلي وو، چې په افغانستان کې د طالبانو په مرکزونو باندې وروستي بریدونه له دغه هیواد څخه بهر د امریکايي جنګي الوتکو په واسطه شوي، چې په راتلوونکي کې به هم دوام ومومي.

د امریکا د اسوشیتدپرس خبري اژانس د جولای په اول ( چنګاښ ۱۰) د دغه امریکايي چارواکي له قوله پرته له دې، چې خپل نوم واخلي ویلي وو، چې د دې سره سره، چې له افغانستان څخه به په نږدې ورځو کې د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شي ، خو د امریکا پوځ به د سپتمبر تر میاشتې په افغانستان کې په جګړه کې ښکیل پاتې شي او په دې برخه کې به د افغان ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره په طالبانو باندې د هوايي بریدونو انتخاب ولري.

په وروستیو اونیو کې په اکثرو ولایتونو کې په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې د طالبانو بریدونه په بې ساري ډول زیات شوي دي او اوس مهال په ۱۵ ولایتونو کې جګړې دوام لري.

د امریکايي ځواکونو مرکزي قومندانۍ د اټکل له مخې تراوسه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر تر ۹۵ فیصدو پورې بشپړ شوی دی.

دغې قومندانۍ تیره ورځ وویل، چې تراوسه د "سي ۱۷ " پوځي الوتکو په ۹۸۴ الوتنو کې له افغانستان څخه پوځي تجهیزات ایستل شوي دي او له ۱۷ زرو څخه زیات تجهیزات د تخریب لپاره د امریکا د دفاعوزارت لوژستیک ادارې ته سپارل شوي دي،

دغې قومندانۍ ویلي، چې تراوسه امریکايي ځواکونو په افغانستان کې ۱۷ پوځي ادې افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلي دي.